د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

په کابل کې د ښوونځیو ډېری زده کوونکي د درسي کتابونو له نشتوالي شکایت کوي


ارشیف: د افغانستان د ښوونیز نظام درسي کتابونه
ارشیف: د افغانستان د ښوونیز نظام درسي کتابونه

د کابل ښار یو شمېر زده‌کوونکي او کورنۍ یې شکایت کوي چې د ښوونیز کال له پیله نږدې دوه میاشتې تېرې شوې، خو تر اوسه زده‌کوونکو ته درسي کتابونه نه‌دي وېشل شوي.

د کابل ښار د يوه ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکې ستایش وايي، سږ کال د ښوونځي ادارې ورته ځينې اړين کتابونه نه‌دي ورکړي او له همدې امله له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

نوموړې پرته له دې چې خپل د ښوونځي نوم واخلي، ازادي راډیو ته یې وویل: "دوه میاشتې کېږي چې ښوونځي خلاص شوي، خو لا مو کتابونه نه‌دي ترلاسه کړي. ښوونکي موږ ته پوښتنې راکوي، خو نه یې شو ځوابولی ځکه که کتاب نه‌وي نو څنګه به پوښتنې ځواب شي او موږ د کتابونو د نشتوالي له امله ډېرې ستونزې لرو."

په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه لري چې ډېری یې د کتابونو له نشتوالي سر ټکوي.
په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه لري چې ډېری یې د کتابونو له نشتوالي سر ټکوي.

د کابل د یوه بل ښوونځي د دویم ټولګي زده کوونکی شهزاد هم ورته شکایت لري.

شهزاد وايي: "موږ دوه میاشتې کېږي چې ښوونځي ته ځو، خو دولت موږ ته کتابونه نه‌دي راکړي، موږ ډېر په ستونزو کې یو او زده‌کړې نه‌شو کولای، له بازاره د کتابونو اخیستلو توان نه‌لرم، پلار مې هم معتاد دی."

د شهزاد مور چې د کورنۍ سرپرسته ده ازادي راډيو ته د خپل اقتصادي وضعیت او ژوند په اړه وويل: "زموږ اقتصاد ډېر خراب دی، وریرو او خوریانو مې دوه دوه کتابونه ورته راوړل، لا هم دوه کتابونه نه‌لري. تاسو باور وکړئ زما زوی ان بوټونه نه‌لري، چپلکو سره ښوونځي ته ځي."

د کابل ښار يو هټيوال، مصور چې درې ماشومان يې ښوونځي ته ځي وايي، له بازار څخه يې د خپلو ماشومانو لپاره يو شمېر کتابونه اخيستي، خو د زياتو کتابونو د اخيستلو وس نه‌لري.

نوموړی وايي: "زما درې ماشومان په ښوونځي کې دي، کتابونه نه‌لري، د شپږ مضامینو کتابونه مې اخیستي، زه پخپله دوکاندار یم، کاروبار مو ښه نه‌دی، د دوی لپاره د کتابونو د اخیستلو وس نه‌لرم. زه له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوم چې د ښوونځيو زده‌کوونکو ته کتابونه ووېشي."

د افغانستان د ښوونځیو درسي کتابونه
د افغانستان د ښوونځیو درسي کتابونه

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د زده‌کوونکو دغه ستونزه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له ویاند سره شریکه کړي، خو د راپور تر خپرېدو پورې يې د ځواب په ترلاسه کولو بریالی نه‌شو.

د يادونې ده چې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه نوې نه‌ده، له کلونو راهيسې افغان ماشومان ورسره مخ دي.

خو د يو شمېر زده‌کوونکو کورنۍ وايي، مخکې یې ژوند ښه و او هغه کتابونه چې د ښونځي له‌خوا، نه ورکول کېدل له بازار څخه يې اخیستل، خو د دوى په وينا په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې روزګارۍ له امله د دوی اقتصاد دومره خراب شوی چې ان د خپلو ماشومانو لپاره د جامو، قرطاسیې او د ښوونځي د نور توکو د اخیستلو توان نه‌لري.

ډېری کورنۍ وايي، د دې تر څنګ چې زامن يې د زده کړو لپاره کتابونه نه لري، د دوی لوڼي هم چې له شپږم ټولګي څخه پورته ټولګيو کې دي، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا له زده کړو بې برخې شوي او راتلونکې ته ناهیلې دي.

له شاوخوا ۶۰۰ ورځو راهیسې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او د نړیوالو له هڅو سره سره طالبانو لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې نه دې پرانیستې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG