د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د خوست د خلکو  په مرسته زده کوونکو ته کتابونه چاپيږي


ارشیف، افغان زده کوونکي
ارشیف، افغان زده کوونکي

د خوست سوداګرو، مدني فعالانو، روڼ اندو او حکومتي مامورینو د مرستې یو صندوق جوړ کړ چې د هغې لارې د دې ولایت ۳۰ زره زده کوونکو ته کتابونه چاپ او د هغوی په اختیار کې ورکړل شي.

د څو کلونو راهیسې د نورو ستونزو په خوا کې په خوست کې زده کوونکو ته نوي کتابونه نه دي ورکړل شوي چې له دې کبله د زده کوونکو د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخامخ دی.

د چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) په ورځ د پوهنې له بهیره د ملاتړ هغه غونډه چې د قومي مشرانو، مدني فعالانو، سوداګرو او روڼ اندو په ګډون جوړه شوې وه، ویناوالو وویل، پوهنه یو ملي بهیر دی او د ستونزو حلول يې نه یوازې د دولت بلکې د هر افغان وجیبه جوړیږي.

په دې غونډه کې پوهنې ریاست د کتابونو د چاپ لپاره د نوي لکه افغانیو اړتیا مخې ته کړه چې بېلابېلو قشرونو يې د ورکړې ژمنه وکړه.

د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان وویل، دوی د خلکو لېوالتیا ته په کتو ډاډمن دي چې په اول ګام کې به د ۳۰ زره زده کوونکو لپاره د کتابونو د کمښت ستونزه حل شي.

د افغانستان د ځوانانو د چارو پخوانی مرستیال ډاکټر کمال سادات وايي، دا ډول احساس چې د دې ټولنې په بېلابېلو قشرونو کې پیدا شوی، ډېر د ستاینې وړ دی.

د افغانستان د ځوانانو د چارو پخوانی مرستیال ډاکټر کمال سادات
د افغانستان د ځوانانو د چارو پخوانی مرستیال ډاکټر کمال سادات

نوموړی وايي، دې کې د پوهنې سره د مرستې جذبات په هر کس کې ځانته-ځانته ښکاره دي، خو د ده په وینا هیله يې دا ده چې له دې مرستو هېڅ خوستوال بې برخې پاتې نه شي او دا غږ نورو ته هم ورسوي.

کمال سادات زیاتوي، که د دې ولسي مرستو بهیر په ښه ډول مدیریت شي، نو دې ولایت کې به د کتابونو د کمښت ستونزه بیخي هواره شي.

په افغانستان کې د ځدراڼو د ټولنیزې شورا مشر مارک ځدارڼ هم د هغو کسانو څخه وو چې د پوهنې د مرستې له صندوق سره يې نغدي مرسته وکړه.

دی وايي: "د معارف سره چې څوک څومره مرسته وکړي، بیا يې هم زه کمه بولم، ځکه تر ټولو لوړ ضرورت موږ تاسې معارف ته لرو، دا د خپل ملک او بچیانو لپاره خدمت دی، دا چې د خوست ولسونه په ټول افغانستان کې په ښه نوم یادیږي، سبب يې دا دی چې د خوست ولسونه په خپل ولس او تعلیم میین خلک دي، دا ځکه مهمه ده چې دې نسل پورې د هېواد راتلونکی تړلی دی."

قومي مشر حاجي رسول محمد تڼی وايي، د خوست په خلکو کې د پوهنې لېوالتیا بیخي زیاته ده.

دی په بیلګه کې شیخ زاید پوهنتون یادوي چې په اولو وختونو کې يې فنډ نه لاره، خو خلکو ورسره مالي مرسته کوله او په هماغه ولسي مرسته يې فعالیت پرمخ بیوه.

حاجي رسول محمد وايي، که یو څوک اطرافو ته ولاړ شي او هلته ښوونځیو ته د نجونو او هلکانو تګ وویني، نو ورته مالومه به شي چې د پوهنې سره د خلکو مینه او لېوالتیا بیخي ډېره ده.

خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی
خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی

خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي د خوست خلکو دا اقدام وستایه او ويې ویل، د کتابونو د چاپ لپاره به د ټولو قشرونو د استازو په حضور کې یو شفاف او روڼ میکانیزم جوړ شي: "دا چې دا څو کاله کیږي چې کتابونه نه دي راغلي، دا خلک په خپله حاضر شول. دوی یو فنډ جوړوو، دوی به خپله اندازه باندې پیسې ورکوي، دا پیسې به پلاوي ته سپارل کیږي، څو هغوی مطبوعو سره وغږیږي او د اړتیا وړ کتابونه چاپ کړي."

د خوست په حکومتي ښوونځیو کې دا مهال دوه نیم لکه نجونې او هلکان زده کړه کوي چې له څو کلونو راهیسې دوی ته د ښوونځي کتابونه نه دي ورکړل شي.

د پوهنې چارواکي دې ولایت کې د دوه نیم زره ښوونکو او د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو کمښت هم د پوهنې د بهیر پر وړاندې له مهمو ستونزو څخه بولي.

XS
SM
MD
LG