د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

فریډم نو: ملګري ملتونه باید د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې کلک دریځ خپل کړي


ارشیف: په هرات کې د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې د بشري مرستو په موخه د اړمنو مېرمنو د ثبت او راجسټر پر مهال
ارشیف: په هرات کې د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې د بشري مرستو په موخه د اړمنو مېرمنو د ثبت او راجسټر پر مهال

د بشري حقونو ملاتړی سازمان فریډم نو، په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو سازمان خپلو دفترونو ته اجازه ورکوي چې د طالبانو هغه اوامر تعقیب کړي، چې پر بنسټ یې د ښځو پر کار کولو بندیز لګول کېږي.

د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو له دې پرېکړې وروسته، چې د طالبانو له خوا د دغه سازمان پر ښځینه کارکوونکو له بندیزونو سره سره به په افغانستان کې پاتې شي او په دغه هېواد کې به بشري مرستو ته دوام ورکړي، د بشري حقونو یو شمېر ملاتړو بنسټونو اندېښنه ښودلې ده.

له دې ډلې 'فریډم نو' سازمان وايي، دا چې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې خپلو دفترونو ته اجازه ورکوي چې د طالبانو پر ښځو د کار کولو د بندیز حکم تعقیب کړي، ډېر اندېښمن دی.

دغه سازمان چې په امريکا کې دى او د حکومتونو د ځپنې په وړاندې له خلکو او ټولنو څخه ساتنه او له بشري حقونو دفاع کوي، د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه یې د دغه سازمان په منشور کې د جنسیتي برابرۍ له اصولو سرغړونه وبلله او د ملګرو ملتونو له سازمان یې وغوښتل چې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې کلک دریځ خپل کړي او د خپلو ښځینه کارکوونکو له حقونو دفاع وکړي.

د طالبانو حکومت په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې ډېر محدودیتونه لګولي دي.
د طالبانو حکومت په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې ډېر محدودیتونه لګولي دي.

خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې په دې باور دي چې ملګري ملتونه، افغانستان کې په پاتې کېدو او د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې په پاتې راتلو سره، د دې سازمان له منشور او معیارونو سرغړونه کوي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې ترنم سعیدي ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو د حکمونو پر وړاندې پاتې راتلل، د ملګرو ملتونو د معیارونو، منشور او قوانینو خلاف دی، که دوی رښتيا د برابرۍ ادعاوې کوي او د دې ادعا کوي چې د بشري حقونو څخه دفاع کوي، نو هیله ده چې د افغانستان د خلکو غږ واوري."

د مېرمن سعیدي په وینا ملګري ملتونه د طالبانو پر وړاندې د نرمې پالیسۍ په خپلولو سره هغوی ته اجازه ورکوي، چې د ښځو پر وړاندې خپل محدودیتونه نور هم ډېر کړي.

خو د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې سونیکا ارین ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابوالي له امله ملګري ملتونه باید د بد او بدتر تر منځ یو انتخاب وکړي.

اغلې ارين وايي: "له بده مرغه، په افغانستان کې د بدو بشري حالاتو له امله د ملګرو ملتونو سازمان دې ته اړ شو چې د بد او بدتر له تر منځ یو غوره کړي. خو دې سازمان بد غوره کړ، کولای یې شو چې یوه بهتره لاره غوره کړي. زه هیله منه یم چې په راتلونکي کې په ملي او نړیوالو موسسو او د ملګروملتونو په سازمانونو کې د ښځو د کار لپاره دوی د یوې ښې لارې په لټه کې شي او ښځې وکولای شي یو ځل بیا کار ته ولاړې شي."

د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

ملګرو ملتونو د مې په لومړۍ او دویمه د دوحې په غونډه کې چې د طالبانو له خوا د دې ادارې پر ښځینه کارکوونکو د کار د محدودیت په اړه د بېلابېلو هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوې وه، پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې پاتې شي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

له دې غونډې مخکې د ملګروملتونو سازمان ویلي و چې د طالبانو له خوا د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز به دغه سازمان دې ته اړ کړي چې ډارونکی انتخاب وکړي.

طالبانو په نادولتي کورنیواو نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار کولو تر بندیز وروسته، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د ځینو نړیوالو مرستندویه سازمانونو په وینا، په داسې حال کې چې په افغانستان کې نږدې ۲۸.۳ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز د دې لامل شوی چې د مرستو رسولو بهیر وځنډېږي او د اړمنو کسانو ژوند له خطر سره مخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG