د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د خوړو نړیوال سازمان: ۱۴ میلیونه افغانان خواړه نه لري، ۲ میلیونه یې ماشومان دي


ارشیف، کابل کې د سړک تر غاړې یوه افغان مېرمنه
ارشیف، کابل کې د سړک تر غاړې یوه افغان مېرمنه

په افغانستان کې د خوړو نړيوال سازمان یا 'ډبلیو. اېف.پي' مشره وایي په دې هېواد کې د بې وزلۍ کچه لوړېدونکې ده او تر ۱۴ مېلیونه زيات کسان خواړه نه لري چې دوه مېلیونه یې ماشومان دي.

په افغانستان کې د خوړو نړيوال سازمان یا 'ډبلیو. اېف.پي'" مشري ماری ایلن مک ګروارتي د یکشنبې په ورځ کندهار ته د خپل سفر پر مهال وویل چې دا مهال په افغانستان کې د دوه میلیونه ماشومانو په ګډون ۱۴ مېلیونه کسان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او دا شمېر ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده.

مک ګروارتي وویل، افغانستان دا مهال تر بل هر وخت د بشري بحران د مخنیوي لپاره لاسنيوي ته اړتیا لري چې دوی له نورو بشر دوستانه بنسټونو سره په ګډه په دې هېواد کې د جګړو او وچکالۍ له امله د رامنځته شوي دغه وضعیت د مخنیوي لپاره کار ته دوام ورکوي.

نوموړې وايي: "۱۴ مېلیونه وګړي د وچکالۍ او جګړو له امله د لوږې او بې وزلۍ سره مخامخ دي چې دوه ميلیونه ماشومان هم په کې شامل دي. موږ اندېښنه لرو چې دغه شمېر به نور هم لوړ شي. د خوړو نړيوال سازمان د دې رامنځته شوي وضعیت د مخنیوي لپاره د نورو بشري مرستندويه بنسټونه سره يوځای کار کوي."

مېرمن مک ګروارتي کندهار کې د بشري مرستو د وېش له بهيره هم ليدنه وکړه او له اړمنو کورنیو سره یې د دغه مرستو د بهیر د دوام ژمنه وکړه.

په عین وخت کې د وروستیو جګړو او وچکاليو له امله د کندهار زيانمن شوي خلک وایي، که يې لاس نيوی ونه شي، راتلونکی ژمی به ورته سخت وي.

روان میلادي کال په کندهار کې د پرله پسې جګړو له امله له ۵۰ زره زیاتې کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

که څه هم له دې کورنیو څخه یې یو شمېر بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي، خو روانې بې روزګارۍ د دغه کورنیو بې وزلي نوره هم زیاته کړې ده.

XS
SM
MD
LG