د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

د مخکیني نظام ځینې پوځيان: په ګاونډیو هېوادونو کې مو روزګار تریخ شوی


ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام پوځیان
ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام پوځیان

د افغانستان په ګاونډیو کې مېشت پخواني افغان پوځیان وايي، ورځ په ورځ یې ستونزې په زیاتېدو دي.

پخواني پوځیان وايي، په تېرو دوو لسیزو کې یې د افغانستان د خوندیتوب لپاره تر بل چا زیاته قرباني ورکړې، خو اوس یې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې روزګار تریخ شوی دی.

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه او پخواني امنیتي ځواکونه یې سره وپاشل.

زیات پوځیان د طالبانو د مجازاتو له وېرې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو، تر ډېره ایران ته پناه یووړه.

په ایران کې یو پخوانی پوځي، چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته د خپلو ستونزو په باب وویل: "له امنیتي او مالي ستونزو سره په ایران کې مېشت یو. له یوې خوا په ایران کې د مېشتېدو لپاره د اوږدمهالو ویزو یا هم د کډوالۍ اسنادو له نه ورکړې سره مخامخ یو. په افغانستان کې د پخوانیو پوځیانو تعقیبول، نیول، حبس کول او بې‌رحمانه وژنه روانه ده. له بلې خوا د ناټو غړي هېوادونه هم مرسته او پام نه کوي."

د افغانستان ملي ځواکونو د ملاتړ بنسټ ایران ته د کډه شویو پخوانیو پوځیانو شمېر لسګونو زره ښيي.

ارشیف: د افغانستان د مخکیني نظام سرتېري
ارشیف: د افغانستان د مخکیني نظام سرتېري

د دې بنسټ مشر، محمد سلیم وردګ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په ایران کې د پخوانیو پوځیانو پر ګڼو ستونزو خبر دی.

نوموړی وايي: "د تېر نظام د امنیتي ځواکونو تقریباً ۱۵زره یې ایران ته کډوال شوي دي. په دوی کې تر لسو زرو پورې له خپلو کورنیو سره کډوال شوي دي. پاتې یې په جلا یا مجردۍ بڼه ایران ته تللي دي. په هغوی کې ۳۵۰۰ یې د شهیدانو د کورنیو له جملې دي. دوی ټول په کمپ کې ثبت او راجسټر شوي او هلته تر تثبیت او تشخیص وروسته ژوند کوي. د ستونزو په اړه به یې ووایم چې ټول ملت او افغانستان له بشري بحران سره مخ دی. د افغانستان په اړه په نړیوال سیاست کې ریښه لري."

په تهران کې د افغانستان سفارت د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د طالبانو لېږل شویو استازو ته وسپارل شو.

په ایران کې ځینې پخواني پوځیان وايي، دې کار د دوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړي، ځکه په ډاډه زړه دغه سفارت ته مراجعه نه‌شي کولای.

په پاکستان، ترکیې او نورو ګاونډیو هېوادونو کې هم دېره پخوانیو پوځیانو هلته د ژوند له کړاوونو شکایتونه کړي، خو د افغانستان ملي ځواکونو د ملاتړ بنسټ وايي، له ایران پرته په نورو هېوادونو کې د پخوانیو پوځیانو شمېر کم دی.

په تهران کې د افغانستان سفارت د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د طالبانو لېږل شویو استازو ته وسپارل شو.
په تهران کې د افغانستان سفارت د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د طالبانو لېږل شویو استازو ته وسپارل شو.

د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال ویاند محمد رادمنش د کب پر نهمه د سرتېري په ملي ورځ ویلي وو چې د طالبانو په یونیم کلنه واکمنۍ کې تر ۵۰۰ زیات جنرالان، افسران او سرتېري تر نیول کېدو وروسته وژل شوي دي، خو دغه شمېر د خپلواکو سرچینو له‌خوا نه‌دی تایید شوی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو له‌‌خوا ملغی اعلان شوی په یوه اعلامیه کې د پخوانیو پوځیانو د نیول کېدو، شکنجه کېدو او وژنې په اړه اندېښنه ښوولې وه.

کمېسيون وايي د خلکو خپلسري نيول غندي او نړيوالو ته يې په خطاب کې ويلي چې د طالبانو عمومي عفوه دروغ ده.

په افغانستان کې دننه وخت ناوخت د پخوانیو پوځیانو د نیولو، شکنجه کولو او حتی وژلو راپورونه ورکول شوي، خو طالبان یې ځینې وخت علت شخصي دښمني ګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG