د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

د افغانستان د صرافانو ټولنه: د صرافانو د وژنو او تښتونو پېښې ډېرې شوي


خوست
خوست

د چهارشنبې ورځې په سهار وسله‌والو کسانو په خوست ښار کې په صراف احمدشاه بريد وکړ او نوموړی یې وواژه.

د خوست د صرافانو ټولنې مشر نظیف الله تايیدوي چې نوموړی هغه مهال ووژل شو، کله یې چې سهار خپله صرافي خلاصوله.

نوموړی وايي: "احمدشاه غوښتل چې خپل دوکان خلاص کړي، په دې وخت کې غلو چې وسلې او ولچکې هم ورسره وې، په احمدشاه یې برید وکړ. د برید په وخت کې یې غوښتل چې د احمدشاه لاسونه وتړي، خو هغه فزیکي برخورد ورسره وکړ. هغوی ډزې پرې وکړې او زموږ صراف شهید شو."

هغوی ډزې پرې وکړې او زموږ صراف شهید شو."

د خوست امنیه قومنداني هم دا پېښه تايیدوي، ویاند یې مستغفر ګربز ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د خوست ترڅنګ ادعا کېږي، چې د سه‌شنبې په ماسپښین د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې هم د یوه صراف د تښتولو هڅه شوې.

د سيمې يو اوسېدونکي د نوم او هويت د نه ښودلو په شرط دا خبره ازادي راډيو ته کړې، خو په رسمي ډول نه‌ده تاييد شوې.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د افغانستان د صرافانو ټولنه هم مني چې په وروستیو کې د صرافانو د وژنو او تښتونو پېښې ډېرې شوې دي.

د دې ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک له ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د صرافانو امنیت ته جدي پام وکړي.

"په وروستیو کې وختونو کې داسې پېښې هم په کابل او هم په ولایتونو کې زیاتې شوې دي.

نوموړي وويل: "په وروستیو کې وختونو کې داسې پېښې هم په کابل او هم په ولایتونو کې زیاتې شوې دي. که څه هم له یو طرفه امنیتي ارګانونه ډېره هڅه کوي چې د داسې غیر مسوله وسله‌والو، انسان تښتونکو او غلو مخنیوی وکړي، خو بیا هم متاسفانه دا ډول پېښې شته. زموږ غوښتنه له امنیتي ارګانونو څخه دا ده چې خاصه توجه دې د سوداګرو او صرافانو ژوند ته وکړي، څو چې دوی په ارام فکر خپل کار او فعاليت وکړي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي، دوی مخکې هم د داسې ډېرو پېښو مخنیوی کړی او اوس هم د صرافانو د امنیت لپاره هڅې کوي.

مجاهد وايي: "د داسې ډېرو پېښو مخه نیول شوې ده او ډېر انسان تښتونکي، غله او مجرمان نیول شوي، د قانون منګولو ته سپارل شوي دي او بانډونه یې له منځه تللي دي. کله کله بیا هم داسې نادرې پېښې کېږي چې د مخنیوي لپاره یې کار روان دی."

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

د یادونې ده چې یوه میاشت مخکې په ننګرهار کې د راج ولي په نوم هم یو صراف ووژل شو.

هغه مهال د نوموړي ورور ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه، چې راج ولي د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شو او ووژل شو، خو طالب چارواکو د دې ادعا په اړه څه ونه ویل.

د صرافانو د وژلو او تښتولو پېښې داسې مهال ډېرېږي چې د وري یا حمل میاشتې په ۲۱مه د نړۍ د نفوسو د بیا کتنې ادارې په خپل راپور کې وویل، افغانستان د جرمونو له امله د نړۍ په کچه څلورم ځای لري.

د دې راپور له مخې په افغانستان کې فساد، قتلونه، هدفي وژني، د نشه‌يي توکو قاچاق، انسان تښتونه او د تورو پیسو سپینول لا هم روان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG