د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

په کابل کې د خلکو پر ژوند د بانکونو تړل کېدو منفي اغېزې


د افغانستان یو خصوصي بانک، عزیزي بانک
د افغانستان یو خصوصي بانک، عزیزي بانک

سره له دې چې طالبانو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې سر له چهارشنبې ورځې به ټول بانکونه پرانیستل شي، خو خصوصي بانکونه لاهم تړلي دي.

د بانکونو او د اسعارو د لوی مارکېټ شهزاده سرای تړل کېدو ګڼې اندېښنې رامنځته کړې دي.

د کابل اوسېدونکو ویلي چې د بانکونو تړل کېدو د خلکو عادي کار او ژوند ګډوډ کړی او ټینګار کوي چې د بانکونو د بېرته خلاصېدو لپاره باید عاجل اقدام وشي.

د کابل یوه اوسېدونکي لعل اغا روحاني د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل، هغه حتی د خپلې کورنۍ د ورځنیو چارو لپاره هم پیسې نه‌لري.

دی زیاتوي: "د بانکونو بندېدو خورا ستونزې رامنځته کړي. زموږ ځینې پیسې په بانک او ځینې په شهزاده سرای کې بندې پاتې دي. دا مهال موږ حتی په کورنۍ کې د ورځنیو لګښتونو پیسې نه‌لرو. هېڅ‌څوک پور نه‌ورکوي او وضعیت ډېر ستونزمن دی."

په ورته مهال په شهزاده سرای کې یو صراف زلمي عثماني ازادي راډیو ته وویل چې دغه سرای اوس هم تړلی دی او د ټولنې د غړو ترمنځ خبرې روانې دي.

دافغانستان بانک
دافغانستان بانک

ښاغلي عثماني زیاته کړه چې د شهزاده سرای پرانیستل په مستقیم ډول د افغانستان بانک او خصوصي بانکونو له فعالیتونو سره تړاو لري.

هڅه مو وکړه څو د خصوصي بانکونو او مرکزي بانک نظر هم ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

بل‌خوا د چهارشنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره شوي چې د افغانستان بانک پرانیستل شوی او د خصوصي بانکونو د بېرته فعالولو لپاره هڅې روانې دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري ناسته کې وویل چې نن او سبا به ټول بانکونه پرانیستل شي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: "له نن او سبا څخه به ټول بانکونه خلاص وي او د پیسو د راکړې ورکړې پروسه به په نورمال ډول ترسره شي، په دې پروسه کې به بانکونو ته د پیسو اخیستل او اضافه کول شامل وي."

نوموړي بیا د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې بانکونه به ډېر ژر پرانیستل شي، خو دقیقه نېټه‌یې ونه‌ښوده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

په ورته مهال اقتصاد پوه فریدون صمدي وايي چې د بانکونو او شهزاده سرای تړل کېدل به په سوداګریزو راکړو ورکړو، اقتصاد او د خلکو په ورځنیو چارو منفي اغېزې وکړي.

XS
SM
MD
LG