د افغانستان د ۷ میلیارډه بانکي زېرمې په اړه د امریکا د جمهور رئیس بایډن پرېکړه د دې لامل شوه چې ملي شتمنۍ ته د افغانانو ډېر پام واوړي.
دا موضوع، ۷ میلیارډه ډالره چې د بایډن حکومت یې په دوو برخو د وېشلو اجرائیه فرمان صادر کړی دی، د رسنیو د خبرونو په سرټکو بدله شوه.
خو د افغانستان بانک د پخوانیو او اوسنیو چارواکو په خبره، دا ټوله اسعاري زېرمه ۷ میلیارډه ډالر نه، بلکې۹،۱۶۰ میلیارډ یعنې" ۹ زره ۱۶۰ "ملیونه ده چې د پیسو تر څنګ په کې طلا او معتبر اسناد هم شامل دي.
د افغانستان بانک پخوانی رئیس خان افضل هډه وال وايي، دا چې له دې پیسو یوازې ۷ میلیارډه ډالر د امریکا په بانکونو کې و له همدې امله د امریکا جمهور رئیس هم د خپل صلاحیت له مخې، یوازې د همدومره زېرمې په اړه پرېکړه وکړه.
هډه وال وایي:" جمهور رئیس جو بایډن ځکه د ۷ میلیارډ ډالرو په اړه فرمان صادر کړی چې دوی هغه بانکونه چې د په هېواد کې دي، جواز یې ورکړی او دوی تر څارنې لاندې دی، یوازې هغوی ته امر شوی. په نورو هېوادونو کې طبیعي ده چې دوی صلاحیت نه لري. "
د افغانستان بانک پخوانی رئیس خان افضل هډهوال وايي، پاتې نور ۲،۱۶۰ میلیارډ ډالر په بېلابېلو هغو هېوادونو کې دي چې افغانستان ورسره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.
- خو د افغانستان اسعاري زېرمه ولې له هېواده بهر په نورو بانکونو کې ساتل کېږي؟
ښاغلی هډهوال وايي، اسعاري زېرمه د سوداګرۍ، د تادیاتو د بېلانس او تر خوا یې د راکړې ورکړې لپاره یوه تکیهګاه ده او پر همدې بنسټ، افغانستان په هغو بانکونو کې حسابونه پرانیستي چېرته چې یې سوداګري درلوده.
نوموړی زیاتوي:" کله چې افغانستان نورو هېوادونو ته صادرات کوي، یعني موږ جنس لېږو. هلته چې دا جنس وپلورل شي پیسې یې په همدې حسابونو کې اچول کېږي او موږ بیا دلته سوداګرو ته په کور دننه د هغوی حسابونو ته پیسې لېږدوو او په افغانستان کې افغانۍ ورکول کېږي او هلته اسعار پاتې کېږي. دویمه خبره دا چې د مرسته کوونکو لوی هغه امریکا وه. امریکایانو به هلته زموږ حسابونو کې پیسې واچولې، موږ به دلته افغانۍ ورکولې. "
له اسعارې زېرمې په همدې ډول د وارداتو په برخه کې هم ګټه اخیستل کېږي او یو سوداګر د افغانستان بانک ته د پیسو په ورکولو سره، په نورو هېوادونو کې د دوی له همدې حسابونو پیسې اخیستلای شي.
خو دا خبره هم ډېره کېږي چې له دې پیسو سره کوم چې کنګل شوې د افغانستان پولي واحد یا افغانۍ ثبات او ارزښت تړلی، دا نو څه ډول او څنګه؟
د افغانستان بانک پخوانی رئیس خان افضل هډهوال وايي:" که چېرته دا زېرمه له موږ واخیستل شي، طبیعي ده چې موږ به د افغانۍ مصرف ولرو. په دې وخت کې بیا موږ پرته له دې چې د افغانۍ نشر ډېر کړو، بله لار نه لرو. کله چې نشر یا د افغانۍ خپرېدل زیات شي، په راکړه ورکړه کې یې نرخ ډېر لوېږي، د پیسو ارزښت لهمنځه ځي او د پیسو انفلاسیون یا پړسوب پیدا کېږي. "
له دې ټولو سره سره، سپینې ماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویلي چې د جمهور رئیس بایډن د پرېکړې څخه نا سم برداشت شوی، افغانستان ته د درې نیم میلیارډ ډالرو د لېږد تګلاره معلومه نه ده او تر خوا یې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د پاتې درې نیم میلیارډ ډالرو پرېکړه به هم محکمه کوي.
خو اندېښنه پر دې ده چې که دا اسعاري زېرمه ټوله افغانستان ته ولېږدول شي، ښايي په داسې لارو مصرف شي چې د ګټې پر ځای یې زیان ډېر وي.
د افغانستان د تېر نظام د ولسي جرګې د مالې او بودېجې کمېسیون پخوانی مرستیال جاوید صافی وایي:"هېڅ تضمین نه شته چې د طالبانو لاس ته د دې پانګې د لوېدو وروسته دې دوی دا مصرف نه کړي، ځکه له دوی سره د نړیوالو سوداګریزه را کړه ورکړه بنده ده او دوی اړ دي چې د خپلو دولتي چارو د پر مخ بېولو لپاره یې مصرف کړي."
خو د افغانستان بانک ویاند صابر مومند بیا ډاډ ورکوي چې اسعاري زېرمې د ملت مال دی او د قوانینو له مخې به یې ساتنه وشي.
مومند زیاتوي:" د افغانستان اسعاري زېرمې د اړوند قانون او مقررو پر بنسټ، د پولي سیاست د پلې کېدو، له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیاوو او د هېواد د مالي نظام د ټینګښت په موخه کارول کېږي."
ازادي راډیو ته د افغانستان بانک د یوې سرچینې د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان بانکي یا اسعاري زېرمه پر کابل د طالبانو له واکمنېدو درې ورځې وړاندې، هغه مهال چې ولایتونو یو په بل پسې سقوط کاوه، کنګل شوه، د دې بانکې زېرمې د ازادېدو لپاره د طالبانو حکومت په وار وار غوښتنه وکړه او خلکو هم اعتراضیه غونډې او لاریونونه وکړل، خو د امریکا د جمهور رئیس لهخوا یې د ازادېدو په اړه صادر شوی اجرائیه فرمان هم پراخ غبرګونونه را پورته کړل او د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنې مطرح شوې.