د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

په افغانستان کې د طالبانو تر ډاډ وروسته صرافي مارکېټونه پرانیستل شول


کابل کې د پیسو د راکړې ورکړې لوی مارکېټ شهزاده سرای
کابل کې د پیسو د راکړې ورکړې لوی مارکېټ شهزاده سرای

د افغانستان د صرافانو د سرتاسري ټولنه وايي، د طالبانو حکومت د مشرانو له خوا دوی ته د دوی د ستونزو د هواري تر ډاډ ورکولو ورسته نن په ټول افغانستان کې د صرافۍ مارکېټونه پرانیستي دي.

وروسته له هغې چې پرون په ټول افغانستان کې د اعتراض په ډول د صرافۍ مارکېټونه وتړل شول، د افغانستان د صرافانو د سرتاسري ټولنې ویاند وايي، د طالبانو حکومت دوی ته د ستونزو د هواري ډاډ ورکړی دی.

عیدالرحمن ځیرک ازادي راډیو ته وویل، چې نن د صرافۍ مارکېټونه پرانیستي دي او تمه ده چې سبا د دوی مشرتابه د صرافانو د ستونزو د هواري په تړاو د طالبانو حکومت د مالیه وزارت له سرپرست د افغانستان بانک له رییس او نورو اړوندو مسوولینو سره خبرې وکړي.

هغه وویل: ټولې هغه ستونزې چې په دې اړه یې د افغانستان بانک سره لرو، سبا به د مالیې وزیر، د افغانستان بانک له رییس، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د صرافانو د ټولنې د استازو تر منځ په مشرکه توګه حل کېږي او د پای ټکی به ورته کېښودل کېږي.

پرون په ټول افغانستان کې د صرافۍ مارکېټونه تړلي وو.

د کابل د سرای شهزاده مارکېټ مخته صرافان
د کابل د سرای شهزاده مارکېټ مخته صرافان

ځیرک ازادي راډیو ته ویلي و چې ستونزده صرافانو ته د جوازونو د ورکړې په برخه کې په وضع شویو شرایطو کې ده.

د نوموړي په خبره، پر صرافانو وضع شوي شرایط دا دي، چې هر صراف باید د خپل فعالیت په بدل کې، پنځه میلیونه افغانۍ تضمین د افغانستان بانک ته ورکړي، دوه لکه افغانۍ د کاغذي جواز بیه تحویل کړي او پڼخوس ملیونه افغانۍ د خپل کار او بار لپاره پانګه وښيي.

ځیرک ازادي راډیو ته وویل، چې د دې شرایطو پوره کول د ډېریو صرافانو په وس نه دي پوره.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې هم د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي کمېسیون د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک او د صرافانو ټولنې ته لارښوونه کړې وه چې په دې اړه د یاد بانک په طرحه له سره کتنه وکړي.

د افغانستان د صرافانو د سرتاسري د ټولنې ویاند عبدارحمن ځیرک پرون ازادي راډیو ته دا هم ویلي و، چې د صرافانو کار بندېدل په هېڅ ډول د طالبانو له حکومت سره د مخالفت په مانا نه دی، بلکې دا د هر صراف حق دی چې د خپل کار وبار لپاره د مشروع غوښتنو غږ پورته کړي.

XS
SM
MD
LG