د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

ځينې صرافان: د طالبانو نوې طرحه به ناقانونه فعالیتونو ته لار هواره کړي


بسیاری از صرافان امکان تهیه سرمایه اولیه بر اساس دستورالعمل جدید را ندارند
بسیاری از صرافان امکان تهیه سرمایه اولیه بر اساس دستورالعمل جدید را ندارند

د کابل د شهزاده سرای یو شمېر صرافان د طالبانو په رهبرۍ د افغانستان بانک له لوري د کار د جوازونو په اړه د نوې پرېکړې يه غبرګون کې وایي چې د دغې طرحې د عملي کولو توان نه لري.

د کابل ښار یو شمېر صرافانو د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک له لوري د نوې طرحې په اړه غبرګون وښود.

په دغه طرحه کې راغلي، صرافان باید د کار د جواز لپاره ۵ میلیونه او د پیسو خدماتو شرکتونه باید ۵۰ میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه دغه بانک ته وسپاري.

د شهزاده سرای یو صراف چې ویې نه غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل، د دغې طرحې په پلي کېدو به ټول صرافان خپل کار له لاسه ورکړي.

هغه وویل: "موږ دا نه شو کولای، باید ټوله صرافي وتړو، ځکه دومره سرمایه نه لرو، زموږ پانګه له خلکو سره ده خلکو ته مو په پور ورکړې، دومره پیسې نه لرو چې پنځه میلیونه به دوی ته ورکوو، یا هم ۵۰ میلیونه شو کړو، که داسې وي زه یو شخصي بانک پرانېزم، دا خو اروپا نه ده چې موږ دومره پیسې ولرو چې بانک ته یې ضمانت ورکړو، دا افغانستان دی خلک بېوزله دي دومره پیسې نه لري، یو حکومت باید خلکو ته د کار زمینه برابره کړي نه داسې چې خلک یو کار هم چې لري ترې وایې خلي."

په کابل کې د شهزاد سراى يوه څنډه
په کابل کې د شهزاد سراى يوه څنډه

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و، چې د افغانستان د بانک نوې طرحه چې د صرافانو لپاره یې جوړ کړې د منلو وړ ده او هر صراف باید افغانستان بانک ته د ضمانت په توګه پنځه میلیونه همدارنګه د پیسو خدماتي شرکتونه ۵۰ میلیونه پیسې په نغده توګه ورکړي.

له دې سره د کابل ښار د شهزاده سرای یو بل صراف صمیم احمدي ازادي راډیو ته وویل، چې دا شان طرحه د تېر حکومت پر مهال هم د صرافانو له لوري رد شوې وه او اوس هم ورته د منلو وړ نه ده.

احمدي زياته کړه: "هغه طرحه چې د افغانستان بانک صرافانو ته مطرح کړې د صرافانو د منلو نه ده، ځکه د پیسو د خدماتو د جواز لپاره دوی ډېر لوړ لګښت ټاکلی، داسې صرافان شته دوه درې کسه یو ځای شوي او یو دوکان یې کرایه کړی دی په ډېرو کمو پیسو صرافي کوي، که دوی ۵ یا ۵۰ میلیونه بانک ته د ضمانت په توګه ور نه کړي نور کار نه شپ کولای د تېر حکومت پر مهال هم دا طرحه نه وه منل شوې او صرافان په اوسني حکومت کې هم دا طرحه نه مني."

له دې سره د کابل د صرافانو د اتحادیې مرستیال حاجي داد ګل ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي، د افغانستان بانک تصویب شوې طرحه اوسنیو شرایطو سره قطعاً برابره نه ده، او د کابل او ولایتونو د صرافانو له توانه لوړه ده."

د نوموړي په خبره، د دغې طرحې په پلي کېدو به د هغو جرمونو او جنایتو کچه لوړه شي د پیسو د غیر قانوني فعالیتونو له امله رامنځته کېږي او یوازې قاچاقبران او د تورو پیسو کار او باریان به ترې ګټه واخلي.

د کار د جواز د تر لاسه کولو لپاره د افغانستان بانک ته د صرافانو د ۵ میلیوته ضمانت ورکړې طرحه د تېر جمهوري نظام پر مهال جوړه شوې چې د صرافانو له غبرګونونو سره مخ شوه.

اوس د طالیانو د حکومت د مالیې وزارت د اقتصاد کمېسیون د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک او د صرافانو اتحادیې ته لارښوونه کړې چې په دې طرحې له سره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG