د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

غزني کې بانکونو فعالیت پیل کړی؛ خلک: پیسې په نوبت هم نه را رسېږي


د بانک مخې ته ولاړ انتظار خلک
د بانک مخې ته ولاړ انتظار خلک

په غزني کې له تیرې یوې نیمې میاشتې وروسته بانکونو خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي دي.

خو د غزني اوسېدونکي وايي، هره ورځ د بانکونو مخې ته راځي، خو د ګڼي ګوڼې له امله د پیسو اخیستلو نوبت نه ورځي.

دوی وايي، نه په کور کې د خوراک او اړتیا توکي او نه هم پیسې لري چې یو څه ورباندې وپیري، خپلې په دوو لاسو ګټلې پیسې په لاس نه ورځي.

د غزني ښار د نواباد سیمې اوسیدونکې ۵۰کلنه سکینه جمال وايي، د طالبانو دا ډول امنیت څه کوي چې په وینا یې هره ورځ بانک ته ځي، خو خالي لاس بېرته ستنیږي.

نوموړې زیاتوي، د خامکو کار کوي، شپه ورځ یې یوه کړې وه، له دغه لارې راټولې کړې پیسې یې په بانک کې ټولې کړې وې، خو اوس خپلې پیسې نه شي اخیستلی: "زرګونه کسان د ورځې راځي د بانک د دروازې مخې ته ولاړ وي، نه چا ته نوبت رسیږي، نه چا ته پیسې، اوس یوه بله وېره هم ده، ما اورېدلي دي چې بانکونه له یوه مخه بنديږي او د خلکو پیسې هم نه ورکول کېږي."

د غزني ښار
د غزني ښار

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، کاروبارونه خراب شوي او ګراني هم ورځ تر بلې مخ زیاتېږي.

د غزني اندړو ولسوالۍ محمدنبي وايي، له کوره یې ناروغان د درملنې لپاره راوستي، خو اوس پیسې نه لري او بانک کې نوبت ورته نه ور رسیږي.

نوموړی زیاتوي: "موږ ډېرو ستونزو کې یو،دلته نمبر نه پیداکېږي، له خلکو سره ښځې وي، ناروغان وي، موږه هیله کوو چې دا بانکونه راته خلاص شي، له موږ سره باید مرسته وشي."

دا په داسې حال کې ده چې دا وخت د افغانستان له ټولو بانکونو څخه پیسې ایستل کېږي، خو هېڅ برخه یې بانکونو ته نه جمع کېږي.

د غزني ځایي سوداګر او صرافان هم د بانکونو د بندښت او یا کمو پیسو له ورکولو څخه سرټکوي.

دوی وايي، په اوونۍ کې دوه سوه ډالره راکوي، خو په بانکونو کې مو په لکونو ډالره سرمایه پرته ده، له دې امله مو کاروبارونه سخت اغېزمن شوی دی.

حاجي حمیدالله خوګياڼیوال په غزني کې یو صراف دی وايي، د بانکونو د پیسو لپاره دې یوه سلسله جوړه شي، څو خلک خپلې پیسې وباسي او بیا یې جمع کړي.

نوموړی زیاتوي: "له افغانستان بانکه زموږ هیله ده چې زموږ دا ستونزه حل کړي، په دغه عزیزي بانک کې تقریباً زموږ یو نیم لک ډالر شته، په میوند بانک کې زموږ پیسې شته، په یونایټېډ بانک کې زموږ پیسې شته، زه دلته صراف یم، موږ ته یې دوه سوه ډالره د اوونۍ ویلي دي، په دوه سوه ډالره موږ هېڅ نه شو کولای."

د افغانستان بانک او طالبانو مسوولین تقریباً هره ورځ خلکو ته د دغه ستونزې د له منځ وړلو ژمنې کوي، خو لا هم دغه ستونزه پر خپل ځای پاته ده.

په غزني کې د طالبانو له راتګ څخه تقریبا یوه نیمه میاشت وروسته یو شمېر بانکونو په خپلو فعالیتونو پیل کړی دی، خو خلک یې له خدماتو څخه ناخوښ دي.

XS
SM
MD
LG