د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

د طرحې په اړه د صرافانو اتحاديې او د طالبانو مذاکرات بې پايلې شول


صرافان د طالبانو لخوا دوی ته پر جوړې شوې نوې طرحې اعتراض لري.
صرافان د طالبانو لخوا دوی ته پر جوړې شوې نوې طرحې اعتراض لري.

د کابل په شهزاده سرای کې د صرافانو اتحادیه د طالبانو د مالیې وزارت له مشرتابه سره د پرونۍ غونډې په اړه وایي چې نتیجه یې ورنه کړه.

دا غونډه د افغانستان بانک د نوې طرحې لپاره جوړه شوې وه. صرافان پر دې طرحې نیوکه کوي.

د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک ازادي راډیو ته تر غونډې وروسته تېرماښام وویل چې تمه لري بیا هم دا ستونزه حل شي.

نوموړي ويلي: "غونډه سل په سلو کې بریالۍ نه وه، کومه هیله چې موږ لرله هغه مو ترلاسه نه کړه، پرېکړه وشوه چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان بانک له مشرتابه سره غونډه وکړو او د اصلي ستونزو په تړاو خبرې وکړو، که سبا هم نتیجې ته ونه رسیدو، په راتلونکو غونډو کې خامخا نتیجې ته رسیږو"

ښاغلي ځیرک زیاته کړه چې د افغانستان بانک باید د صرافانو په اړه خپله نوې طرحه بدله کړي.

د افغانستان بانک د طرحې له مخې، هر صراف باید د خپل کار لپاره پنځه میلیونه افغانۍ مرکزي بانک ته ضمانت کیږدي، دوه لکه افغانۍ د جواز لپاره ورکړي او د خپل کار لپاره پنځوس میلیونه افغانۍ ولري او دا پیسې ښکاره کړي.

د افغانستان بانک د طرحې له مخې، هر صراف باید د خپل کار لپاره پنځه میلیونه افغانۍ مرکزي بانک ته ضمانت کیږدي
د افغانستان بانک د طرحې له مخې، هر صراف باید د خپل کار لپاره پنځه میلیونه افغانۍ مرکزي بانک ته ضمانت کیږدي

د دې طرحې په اعتراض کې د یکشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د پیسو د تبادلې بازارونه بند و.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې د معلوماتو له مخې د اوس لپاره څلور زره صرافۍ جوازونه لري او شاوخوا دوه لکه داسې صرافۍ هم په افغانستان کې فعاله دي چې رسمي جوازونه نه لري.

دا بازارونه د دوشنبې په ورځ وروسته تر دې بېرته پرانیستل شول چې د طالبانو حکومت صرافانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی پر ستونزو به غور وکړي.

XS
SM
MD
LG