د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

الکوزی: ځینې افغان سوداګر په انفرادي توګه اړمنو سره مرسته کوي


ارشیف: په کابل کې د یوې کورنۍ د خوړو انځور
ارشیف: په کابل کې د یوې کورنۍ د خوړو انځور

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د یو شمېر شرکتونو خاوندان او ملي سوداګر د روژې په میاشت کې اړمنو کسانو ته خپلې مرستې په انفرادي ډول وېشي.

زینب د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اوسېدونکې او د څلور کسیزې کورنۍ سرپرسته ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې خاوند یې روږدی او ماشومان یې واړه دي، سره له دې چې ناروغه ده، خو باید کار وکړي ځکه اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

هغې زیاته کړه: "پیشلمي لپاره خو ولاکه څه پیدا کېږي. تېر کال نه پوهېږم چې لوی اختر و که کمکی اختر، المپیک سره، ملي بس څلورلارې سره یې دا سپینې بنګله دېشۍ وریجې راکړې وې، کومه ورځ همغه پخوم."

په مزارشريف کې د يوې بې وزلې کورنۍ سرپرسته نجيبه وايي چې د روژې ورځې یې په ډېرې سختۍ تېروي.

نجیبې وویل: "د روژې په تېرو څو ورځو کې مو هېڅ څه نه دې پاخه کړي، ژوند په همدې ستونزو تېرېږي، خوراکي توکو ته سخته اړتیا لرم."

په افغانستان کې د خیریه موسسو یو شمېر مسوولان وايي چې د اړمنو کسانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي.

په کابل کې د امام جواد خیریه موسسې مشر صمیم نوري ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه موږ سره شته مرستې د هغو کسانو لپاره چې مونږ ته مراجعه کوي، کافي نه دي. موږ ته هره ورځ ٣٠٠ زنګونه راځي، خو ظرفیت کم دی."

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان، چې د دې خونې د سخاوت صندوق له لارې له اړمنو کسانو سره په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې مرستې کولې، وايي چې اوس دغه صندوق فعال نه دی او سوداګر به په انفرادي ډول له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

خانجان الکوزی
خانجان الکوزی

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي ازادي راډيو ته وویل: "د سوداګرۍ خونې پخوا د سخاوت صندوق درلود چې په جمهوري نظام کې به سوداګرو پیسې راټولولې او په مستقیم ډول به د سوداګرۍ خونې لخوا ویشل کېدې، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته لوی او کوچني شرکتونه او سوداګر خپله یې وېشي او بیا په پای کې مونږ ته راپور راکوي."

الکوزی د دې کار لامل د سوداګرو د عاید کموالی ښيي او وایي، شرکتونه له بې وزلو کورنیو سره د خپل توان تر حده مرسته کوي.

د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنه هم وايي چې سږ کال به د روژې په میاشت کې خپلې مرستې پر اړمنو کسانو ووېشي.

د دې ټولنې وياند عبدالرحمن زیرک ازادي راډيو ته وويل: "دا ځل مرستې انفرادي دي. صرافان هر یو د مستحقو کسانو لېست لري او دوی مستحق خلک پېژني او دوی غواړي له هغوی سره مرسته وکړي."

د یادونې ده چې د روژې میاشت په رارسېدلو د کابل پر سړکونو د بې وزلو کسانو شمېر ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۲۸،۳ میلیونو ته لوړ شوی دی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، که دغه سازمان خپله غوښتل شوې ۹۰ میلیونه ډالره بودیجه ژر تر لاسه نه کړي نو راتلونکې میاشت ۹ میلیونه افغانان به له مرستو بې برخې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG