د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

فايق: د مخکنیو افغان امنيتي ځواکونو هدفي وژنې لا هم روانې دي


د پخواني نظام امنيتي سرتېري، ارشيف
د پخواني نظام امنيتي سرتېري، ارشيف

په افغانستان کې د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې د لړۍ دوام، ورځ تر بله اندېښنې لا ډېروي.

تازه په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق ویلي، په هدفمند ډول د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وژنه لا هم روانه ده.

هغه پرون په خپله ټویټرپاڼه په جلال‌اباد ښار کې د مخکنیو افغان ځانګړو ځواکونو د یوه غړي د وژل کېدو په غبرګون کې د پوښتنې په ډول لیکلي: "د طالبانو عمومي بښنه چېرې ده؟"

د ریاض احمدزي کورنۍ ځینو رسنیو ته ویلي چې هغه درې ورځې وړاندې د ننګرهار په جلال‌اباد ښار کې د خپل کور مخې ته ووژل شو، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د هغه له کورنۍ سره اړیکه ونیسي چې د پېښې لا ډېر جزییات روښانه شي، خو بریالی نه‌شو.

خو پر هغه برید دا اندېښنه او پوښتنه را پورته کوي چې ولې لا هم مخکني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په نښه کېږي او تر شاه یې څوک دي؟

د مارچ په ۱۹مه نېټه د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو لغوه کړی او اوس له افغانستانه بهر فعالیت کوي، د طالبانو حکومت د تېر جمهوري نظام د پوځیانو په وژنې او شکنجې تورن کړ.

دې کمېسیون په خپل راپور کې لیکلي و: "دوی ته رسېدلي راپورونه ښيي چې طالبان د مخکني حکومت سرتېري او نظامیان په ډېر ظالمانه ډول نیسي، شکنجه کوي یې او بیا یې په ډېره بې‌رحمۍ له‌منځه وړي."

"دا ډول پېښې چې په کلیو او سیمو کې واقع کېږي، اکثره وخت شخصي خصومتونه وي
مجاهد

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي، عمومي بښنه تطبیق شوې او هیڅوک ترې د سرغړونې حق نه‌لري.

هغه نن ازادي راډیو ته وویل: "دا ډول پېښې چې په کلیو او سیمو کې واقع کېږي، اکثره وخت شخصي خصومتونه وي او د شخصي رقابتونو پر بنسټ کېږي چې جنایت دی. په ټولنه کې چې انسانان اوسېږي طبعا داسې پېښې واقع کېږي، خو هغه د سیاسي ملحوظاتو پر اساس نه‌‌وي، بلکې دا ډول خلک چې پخوا نظامیان پاتې شوې وي، خپل یو بګراونډ او شخصي مشکلات او مسایل لري."

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

خو د طالبانو د حکومت له دې ادعا سره سره، د تېر کال په وري میاشت کې د بشري حقونو د څار سازمان یوه مستند راپور کې وویل، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د دې هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات کسان یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه تري تم کړي دي، خو دا ادعا هم طالبانو رد کړې وه.

ترڅنګ یې ازادي راډیو په تېر میلادي کال کې دوه مستند راپورونه خپاره کړل چې، په‌کې د طالبانو له‌خوا په کابل، پروان، بغلان، کندهار، کونړ، هلمند او ننګرهار کې د وژل شویو مخکنیو نظامیانو کورنیو سره خبرې شوې وې او هغوی تایید کړې وه چې طالبانو یې د کورنۍ غړي وژلي دي.

خو د طالبانو حکومت وياند هغه مهال ازادي راډيو سره په خبرو کې هم د خلکو خپواکې ادعاوې رد کړې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG