د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

ملګرو ملتونو بیا له ایرانه د بندیانو د اعدامولو د لړۍ درول غوښتي


ارشیف
ارشیف

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له ایراني چارواکو غوښتي چې د بندیانو د اعدامولو لړۍ دې ودروي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون تېره شپه په ټویټر کې په یوه بیان کې ویلي چې د دوو نورو مظاهره چیانو محمد قبادلو او محمد بروغاني د ژر پېښېدونکي اعدام د خبر په اړه سخت اندېښمن دی.

د دغه سازمان په ټویټ کې له ایراني چارواکو غوښتل شوي چې سمدستي ټول اعدامونه ودروي.

د ایران دولتي رسنیو بیا د قضایه قوې په حواله خبر ورکړی، چې د دغو دوو کسانو د اعدام حکم په اجنډا کې نه دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په ایران کې د اعدامونو د دوام په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ د مرګ سزا په کلکو ټکو باندې غندو. دا داسې څه دي چې سرمنشي یې تل پر ضد غږیدلی دی او هر چېرته او هر وخت چې دا سزاوې تطبیقېږي پر ضد به یې غږ پورته کوو."

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ هم د ایراني چارواکو له خوا د دې اوونۍ په شنبې ورځ باندې د دوو معترضو بندیانو محمد مهدي کرمي او محمد حسیني اعدام یو وحشتناک عمل وباله او ویې ویل چې د ایران رژیم د اعدام سزا د جبر د وسیلې په توګه کاروي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

شولڅ د محمد مهدي کرمي او محمد حسیني نومونو ته په اشارې سره له تهران څخه وغوښتل چې په سمدستي توګه د مظاهره چیانو پر ضد د اعدام د حکمونو صادرول بند کړي.

هغه له ایراني چارواکو هم وغوښتل چې ژر تر ژره هغه بندیان خوشې کړي چې له کوم دلیل پرته نیول شوي دي.

د جرمني حکومت هم ټینګار کړی چې له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همغږي به پر ایران فشارونه زیات کړي چې د خپلو سختو اقداماتو تاوان ورکړي.

په عین حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو اعدامونو په خاطر برلین کې د ایران د سفیر د احضارولو امر کړی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هغه رژیم چې د خپلو خلکو د ویرې لپاره خپل ځوانان وژني، راتلونکې نه لري.

ایران کې د لاریونونو یوه صحنه
ایران کې د لاریونونو یوه صحنه

د ازادې اروپا د راډیو فردا راپور زیاتوي چې برلین ټینګار وکړ چې له خلکو سره د تهران د تاوتریخجن چلند له امله د ایران پرضد د نویو بندیزونو د تصویب او عملي کولو لپاره د اروپايي ټولنې له نورو هیوادونو سره خبرې کوي.

کاناډا هم د محمد مهدي کرمي او محمد حسیني د اعدام په غندلو سره د ایران درې بنسټونه او چارواکي له حقوقو څخه د سرغړونې له امله د بندیزونو په لیست کې شامل کړل.

د کاناډا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د سپورت او ځوانانو د وزارت مرستیال وحید یامین پور او د خبرګانو د مجلس غړی او د علي خامنه اي د دفتر د نړیوالو اړیکو مرستیال محسن قمي په دغه بندیزونو کې شامل دي.

د ایران حکومت تر دې دمه د معترضو بندیانو له ډلې څلور کسان اعدام کړي دي.

محسن شکاري، مجید رهنورد، محمد مهدي کرمي او محمد حسیني.

په ورته وخت کې د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې لږ تر لږه ۱۰۰ نور مظاهره کوونکي د مرګ او یا هم د سختې سزا له خطر سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG