د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

یو افغان خبریال: په افغانستان کې له سانسور پرته خبریال د مرګ خطر سره مخ کېږي


ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د یوې خبري غونډې انځور

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیا څانګې مسوولې د طالبانو له حکومت غوښتي چې د خبریالانو لپاره دې داسې شرایط برابر کړي چې په ازاده توګه د افغانستان د وضعیت په اړه راپور ورکړي.

یو شمېر خبریالان چې په افغانستان کې دننه کار کوي وايي، له سانسور پرته حقایق او پېښې نه‌شي راپور کولی.

د تخار ولایت یوه سیمه‌ییز خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "هغه خبريالان چې د افغانستان دننه کار کوي، نه‌شي کولای پېښو ته لکه څنګه چې واقعيت دی، انعکاس ورکړي، ځکه اطلاعات سانسورېږي او که خبريالان خبرونه او راپورونه سانسور نه‌کړي، د مرګ له خطر سره مخ کېږي."

همدارنګه په پلازمېنه کابل کې يو خبريال چې دا هم نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته يې وويل، د هرې ورځې په تېرېدو سره د بيان ازادي په افغانستان کې محدودېږي.

ياد خبريال وايي: "د طالبانو له‌خوا د خبريالانو د کارونو او خبرونو سانسورېدل، دا څرګندوي چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د بیان ازادي خرابېږي. اوسنی حکومت، رسنيو او خبريالانو ته د کار او فعاليت سمه اجازه نه ورکوي."

دا په داسې حال کې ده، چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیا برخې مسوولې بېه لي يې، د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د خبریالانو لپاره داسې شرایط برابر کړي څو د افغانستان د حالاتو په اړه په ازاده توګه راپور ورکړي.

اغلې لي يې، له امريکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه دا هم وويل چې طالبان بايد سمدستي د خبريالانو نيول بند کړي او بهرنيو خبريالانو ته هم اجازه ورکړي چې د افغانستان له دننه راپور ورکړي.

نوموړې زیاته کړه، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په دغو ستونزو کې يې پر رسنيو د بنديزونو لګول، د خبريالانو نيول، تاوتريخوالي او وهل ټکول ياد کړل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې ادعاوو په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې څو ځلې ویلي چې دوی په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي او کوم خبریالان چې نیول شوي دي، د خبریالۍ د دندې له امله نه‌دي نیول شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د اسیا برخې مسوولې، دغه شان له هېوادونو وغوښتل چې د هغو افغان خبریالانو د لېږد زمینه برابره کړي چې په ګاونډیو هېوادونو کې بې برخليکه پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې افغان خبريال رضا پارسا وايي، په ياد هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

پارسا وايي: "د ډېری خبريالانو ويزې ختمې شوي دي او هره شېبه ددې امکان شته چې دوی د پاکستان د پوليسو له‌خوا ونيول شي او بېرته به افغانستان ته ډيپورټ شي. د دې تر څنګ اقتصادي ستونزې لرو، په پاکستان کې د کار زمينه کمه ده او بنسټونه (د خبريالانو د ملاتړ) نوره مرسته نه‌کوي. بله مسئله زما د ماشومانو د راتلونکي ده، هغوی نه‌شي کولای چې په پاکستان کې زده‌کړې وکړي."

په پاکستان کې افغان خبريال او د پاک ـــ افغان د نړیوالې ټولنې د کلتوري کمېټې مسوول محمد جان تمکین ازادي راډيو ته وویل، دا مهال تر ۲۰۰ زیات افغان خبریالان په پاکستان کې اوسېږي او دې ته په تمه دي چې خپل د مقصد هېوادونو ته کډوال شي.

نوموړی وايي: "دلته هم وضعيت کړکېچن دي، د امنيت له پلوه، د سر خوندیتوب نه‌شته او خبريالان بې برخليکه دي، د هغوی کېسونو ته د رسېدنې کومه هيله نه‌شته او دغه مسئلو په پاکستان کې د خبريالانو لپاره يو ذهني تشويش جوړ کړی دی."

نږدې یوه میاشت وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي و چې، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د بیان ازادي له ګواښ سره مخ ده، په افغانستان کې خبریالان نیول کېږي، شکنجه کېږي، ګواښل کېږي او ان د حقایقو د ویلو په خاطر وژل کېږي.

دا هغه څه دي چې د طالبانو وياندويانو تل رد کړي، خو په دې برخه کې د خبريالانو د ملاتړو بنسټونو او خبريالانو اندېښنې او شکايتونه لا هم پر ځای پاتې دي.

افغان الاصله فرانسوی ژورنالېست مرتضی بهبودي لا هم د طالبانو په بند کې دی او تر اوسه یې د خلاصون هڅې ناکامې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG