د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

په خوست کې د طالبانو له لوري د څلورو رسنیزو فعالانو نیونې غبرګونونه پارولي


ارشیف: د افغانستان ځينې خبریالان
ارشیف: د افغانستان ځينې خبریالان

د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه په خوست کې د طالبانو له خوا د رسنیو د څلورو کارکوونکو نیول د رسنیو د کار پر وړاندې ستونزې او ننګونې ګڼي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یا سي پي جی د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل، طالبان دې ژر تر ژره د رسنیو هغه څلور تنه کارکوونکي خوشې کړي چې د خپلو رسنیزو کارونه له امله نیول شوي او طالبان دې د خبریالانو له ځورولو څخه د لاس واخلي.

کمېټې دا هم زیاته کړې چې طالبان باید د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي او د طالبانو د حکومت د امر بالعروف او نهی عن المنکر وزارت باید د خبریالانو سره د دغه چلند په اړه ځواب ویونکی ووسي.

په ورته وخت کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی وایي، د رسنیو او خبریالانو ستونزې باید د رسنیو د سرغړونې د کمېسیون له لارې وڅېړل شي.

د دغه کمېسيون مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، د دغه څلور تنو د نیولو کېدو موضوع لا د طالبانو له خوا نه ده تایید شوې.

نوموړی وايي: "موږ غوښتنه کوو، هغه خبریال چې بې له کوم توره نیول شوي باید خوشې شي او که کومه ادعا هم وي باید د رسنیو د سرغړونې کمېسيون ته وسپارل شي. دا وضعیت په افغانستان کې د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسی، د خبریالي کار او د خبریالانو مصئونیت له جدي ستونزو سره مخ کوي."

په ورته وخت کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه هم وایي، که کومه سرغړونه شوې هم وي، اړتیا ده چې د طالبانو او د رسنیو د یوې ګډې کمېټې له لارې حل شي.

د یادې کمېټې مسوول قدیم ویاړ ازادي راډيو ته وویل: "که کومه رسنیزه سرغړونه یې کړې وي باید د رسنیو او د حکومت د ګډې کمېټې له لارې حل شوي وای دوی دې کمېټې ته غوښتل شوي وای او په موضوع باندې بحث شوی وای، په دې ډول به موضوع په اسانۍ سره حل شوي وه."

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د دوی د حکومت د امر بالعروف او نهی عن المنکر وزارت له ویاند عاکف مهاجر څخه د دغه څلور خبریالانو د نیول کېدو په اړه وپوښتل، خو دوی پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د افغان د ژورنالېستانو مرکز د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د غرغښت تلوېزيون مشر سخي سرور میاخېل، د ولس غږ راډیو مشر محمد الدین شاه خیالي، د چنار راډيو مشر پامیر اندیش مهیدي او د نن راډيو خبریال عبدالرحمن اشنا هغه څلور کسان دي چې د طالبانو د حکومت د خوست ولایت دامر بالعروف ادارې له خوا نیول شوي دي.

ویل کېږي د دوی د نیول کېدو لامل د طالبانو د حکومت له خوا رسنیو ته د ټاکل شویو اصولولو نه مراعاتول دي.

په خوست کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبير احمد عثماني ویلي، دا کسان نیول شوي نه دي بلکې د ځینو مسایلو د شریکولو لپاره بلل شوي دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد تر دې وړاندې ويلي وو، خبريالان د رسنيو د کار له امله نه، بلکې د نورو دوسيو له امله چې یې لري نيول کېږي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۱ میلادي کال کې ۹۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، اوسمهال ۶ خبریالان د طالبانو د حکومت د بېلابېلو ادارو له خوا نیول شوي او بندیان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG