د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

نی: طالبانو په خوست کې د رسنيو څلور کارکوونکي نيولي


ارشیف: د افغان خبریالانو انځور
ارشیف: د افغان خبریالانو انځور

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، د طالبانو امربالمعروف ادارې په خوست کې د رسنیو څلور کارکوونکي نیولي دي.

د افغانستان د ازاد رسنیو د ملاتړې ادارې یا ­­­"نی" مسوول وايي، د طالبانو له‌خوا د رسنیو د څلورو نیولو شویو کارکوونکو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه‌شته.

د نی مسوول ظریف کریمي نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دې اړه يې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره تماسونو بې پایلې وو.

ظريفي وايي: "پرون په خوست ولایت کې د سیمه‌ییزو رسنیو څلور مسوولان د امر بالمعروف ادارې له‌خوا غوښتل شوي وو، د خبریالانو او د رسنیو د مسوولانو د غوښتل کېدو موخه ښوونیزې خپرونې ویل شوي دي، خو کله چې خبریالان هلته ورغلي، د امربالمعروف ادارې مسوولانو له‌خوا نیول شوي دي او تر اوسه يې برخلیک روښانه نه‌دی."

بل‌خوا د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د غرغښت مدیر مسوول سخي سرور میاخېل، د ولس غږ راډیو مدیر مسوول محمد الدین شاه خیالي، د چنار راډیو مدیر مسوول پامیر اندېش مهدي او د نن راډیو خبریال عبدالرحمن اشنا په خوست ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ارادې له‌خوا نیول شوي دي.

په هغه اعلامیه کې چې د افغانستان د خبریالانو د مرکز له‌خوا خپره شوې د طالبانو دا اقدام د اندېښنې وړ بلل شوی او له طالبانو غوښتل شوي چې دا کارکوونکي له قید او شرط پرته هر څه ژر راخوشې کړي.

دغې مرکز د یوې سرچینې په حواله ویلي چې په خوست کې د سیمه‌يیزو رسنیو دا مسوولان د طالبانو له‌خوا رسنیو ته د ټاکل شویو اصولو د نه عملي کولو په تور نیول شوي.

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي چې د رسنیو څلور کارکوونکي نه‌دي نیول شوي بلکې د ځینو مهمو رسنیزو مسایلو لپاره ورغوښتل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په ۱۴۰۱ کال کې د رسنیو ۹۴ کارکوونکي او خبریالان د طالبانو له‌خوا نیول شوی دي.

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی مسوول طریف کریمي وايي، په اوس وخت د طالبانو د بېلابېلو ادارو له خوا ۶ خبریالان په توقیف کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG