د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

نی: د طالبانو د حکومت مالي مرسته باید د رسنیو خپلواکي زیانمنه نه کړي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی د طالبانو حکومت له‌خوا رسنیو ته د مالي بودیجې د تخصیص په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وايي چې دا کار باید د رسنیو خپلواکي تر تاثیر لاندې رانه‌وړي.

د نی دفتر چارواکي وايي، خیرالله خیرخواه دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ په غزني ولایت کې خبریالانو ته وکړې.

د ياد بنسټ مسوول ظریف کریمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "نی د رسنیو د ملاتړي په توګه، د حکومت له‌خوا د رسنیو لپاره د مالي بودیجې د تخصیص هرکلی کوي، خو دا ډول امتیازات او بودیجه باید د رسنیو د خپلواکۍ د زیانمنېدو لامل نه‌شي."

نی د یوې اعلامیې په ترڅ کې چې ازادي راډیو ته یې لېږلې دا هم ویلي، که کوم امتیاز په پام کې نیول کېږي باید د وخت او ځای له محدودیت پرته ټولو رسنیو لپاره یو شان وي.

نی زیاته کړې، امتیازات باید بلاعوضه وي او د رسنیو فعالیت، خپلواکي او کاري محتوا ته زیان ونه رسوي.

خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د دوی هدف رسنیو ته د بوديجې تخصیص نه دی او د دغه وزارت د مشر خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.

د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه
د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع ازادي راډیو ته وویل: "د وزیر صیب هدف دا نه و چې رسنیو ته کومه بوديجه تخصیص ورکول کېږي، یا مکانېزم جوړېږي او یا هم کومه فوق العاده همکاري کېږي. ځکه پوهېږئ چې حکومت هم اقتصادي ستونزي لري. موږ وویل، کله چې کومه رسنۍ اقتصادي بحران سره مخ کېږي او سقوط ته نږدې وي، سمدسي به هغې رسنۍ سره مرسته وکړو."

نوموړي وویل، د طالبانو حکومت د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو او بشري حقونو ملاتړ کوونکو سازمانونو په وار وار د طالبانو حکومت له‌خوا د رسنیو پر فعالیتونو د بندیزونو لګولو او د بیان له ازادۍ د سرغړونې خبره کړې ده، هغه څه چې طالبانو تل رد کړي دي.

څو ورځې وړاندې یو شمېر خبریالانو هم ازادي راډیو ته وویل، پر رسنیو د اقتصادي ستونزو سربېره د طالبانو له‌خوا د بندیزونو لګولو او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، نیول کېدو او ګواښونو د پېښو زیاتوالي د دوی کار له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۶۵ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ۵۰ سلنه رسنۍ د مالي او نورو ستونزو له امله غیر فعالې شوې دي.

دغه بنسټ له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې له رسنیو سره همکاري او له دوی څخه ملاتړ وکړي او پرې نه‌ږدي چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ، د اطلاعاتو رسول او عامه پوهاوی له منځه ولاړ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG