د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د ټلوېزيون نړيواله ورځ؛ نۍ: افغانستان کې ۱۰۳ ټلوېزيوني شبکو خپل فعاليت بند کړی


کابل کې د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه، انځور - ارشيف
کابل کې د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه، انځور - ارشيف

نن د نومبر ۲۱مه د ټلوېزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده، په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نۍ) وایي، چې په وروستي یو کال کې څه باندې سلو ټلوېزیوني شبکو په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

په کابل کې د یوه ټلوېزیون ویانده د طالبانو حکومت وروستیو محدودیتونو دې ته اړه کړې، چې ویندويي پرېږدي او د ټلوېزیون په یوه بله برخه کې کار وکړي.

"د وروستیو محدودیتونو له امله متاسفانه زموږ کار ډېر ستونزمن شوی دی"

د ټلوېزیون دا پخوانۍ ویانده چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، وایي چې پر ښځینه خبریالانو او نطاقانو د طالبانو حکومت محدودیتونه ان د رسنیو د سانسور لامل هم شوي.

نوموړې وايي: "د وروستیو محدودیتونو له امله متاسفانه زموږ کار ډېر ستونزمن شوی دی، مخکې مې د ټلوېزیون پر پرده خبرونه ویل، خو د حکومت له سقوط وروسته ما د ټلوېزیون پر پرده کار پرېښود، خو لا هم له رسنیو سره کار کوم. متاسفانه محدودیتونه پر موږ ډېر دي، موږ سانسور کېږو او د دې ترڅنګ د بیان ازادي تر پښو لاندې شوې ده."

طالبانو پر ښځينه وياندويانو حجاب او ماسک وهل جبري کړل، انځور د طلوع ټلوېزيون سټوډيو - ارشيف
طالبانو پر ښځينه وياندويانو حجاب او ماسک وهل جبري کړل، انځور د طلوع ټلوېزيون سټوډيو - ارشيف

لېمه بیا په افغانستان کې یوه ټلوېزیون ته خبریالي کوي چې په وروستیو کې یې تر ډېره د ښځو اړوند مسایلو په اړه راپورونه ورکول.

دا وايي، چې د طالبانو له لوري په ټولنه کې د ښځو پر کار له محدودیتونو وروسته نه‌ده توانېدلې چې د ښځو روان وضعیت پر ټلوېزیون د پخوا په شان تصویر کړي، ځکه په خبره یې دا په خپله له محدودیتونو او خڼډونو سره مخ ده.

اغلې لېمه وايي: "تېره اونۍ زه د وګړو د ثبت او احوالو ادارې ته تللې وم، خو هلته طالب و، قمچینه یې په لاس کې وه او اجازه یې رانه‌کړه چې هلته ننوزم، ویل یې چې ستا حجاب سم نه‌دی، کله چې ما په تلاشۍ کې پوښتنه وکړه چې ما خو حجاب هم مراعت کړی نو ولې اجازه نه راکول کېږي، یوې ښځې ما ته وویل، ته باید داسې چپنه واغوندې چې مخه یې خلاصه نه وي."

نن د نومبر ۲۱مه د ټلوېزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

"تېره اونۍ زه د وګړو د ثبت او احوالو ادارې ته تللې وم، خو هلته طالب و، قمچینه یې په لاس کې وه او اجازه یې رانه‌کړه "

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۶ کال د دسمبر په ۱۷مه د یو پرېکړه لیک له لارې دا ورځ د ټلوېزون نړیواله ورځ اعلان کړه.

د ټکنالوژۍ له ودې او له ټولنیزو رسنیو څخه د استفادې له ډېرېدو سره سره، لا هم ټلوېزیون په نړۍ کې تر ټولو ډېر لیدونکي لري.

په تېرو شلو کلونو کې ټلوېزیون په افغانستان کې د رسنیو د پرمختګ او بیان ازادۍ په برخه کې مهم رول لوبولی او د خبر رسونې ترڅنګ یې، د فرهنګ د ودې لپاره زمینه برابره کړې وه.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نۍ) د معلوماتو پر بنسټ، تر ۲۰۲۱ کاله په افغانستان کې په مجموعي ډول ۱۹۷ ټلوېزیوني شبکو فعالیت کاوه، خو په تېرو دیارلسو میاشتو کې ۱۰۳ ټلوېزیونونو خپل فعالیتونه درولي دي.

تر ټولو وروستی هغه یې د کابل نیوز په نوم خصوصي ټلوېزيون و، چې د لړم میاشتې په لسمه نېټه یې خپل نشرات بند کړل.

د کابل نیوز خصوصي تلویزون و، چې د لړم میاشتې په لسمه نېټه یې خپل نشرات بند کړل.
د کابل نیوز خصوصي تلویزون و، چې د لړم میاشتې په لسمه نېټه یې خپل نشرات بند کړل.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نۍ) مسوول، ظریف کریمي وایي، چې د افغانستان په ټلوېزیوني شبکو کې د ټولنیزو او تفریحي خپرونو د کمېدو له امله، په وروستیو میاشتو کې د ټلوېزیون د لیدونکو شمېر هم راکم شوی.

نوموړی وايي: "له بده مرغه له یو کال او درېیو میاشتو راهیسې موږ په افغانستان کې له ټلوېزیون سره د لېوالتیا د کمېدو شاهدان یو، ځکه چې ټولنیزې او فرهنګي خپرونې او د سرګرمۍ پروګرامونه کم شوي او ټولې خپرونې خبرونو، ټولنیزو او دیني مسایلو ته ځانګړې شوي."

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره د ټلوېزیوني شبکو پر فعالیتونو محدودیت، په ځانګړې توګه د ټلوېزیون د ښځینه کارکونکو پر وړاندې دا خڼډونو په داسې حال کې دي، چې تازه افغانستان د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف له غړیتوبه وویستل شو.

دغه ایتلاف ویلي چې، د خبریالانو پرله‌پسې ځورونې، بریدونه او توقیف او له رسنیو څخه د ښځو ایستل د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د رسنیو خپلواکي په چټکۍ سره زیانمنه شي او د خبریالانو ژوند ورځ په ورځ له خطر سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG