د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

قلم لار بنسټ د 'مطيع‌الله ويسا' د ژر خوشې کېدو غوښتنه وکړه


طالبانو د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا د مارچ په اووه ویشتمه نېټه په کابل کې ونیوه. هغه په ټول افغانستان کې د ماشومانو لپاره د زده‌کړو د اسانتیاوو په برابرولو او تر خوا یې د افغان ماشومانو د زده‌کړو په کمپاین مصروف و.
طالبانو د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا د مارچ په اووه ویشتمه نېټه په کابل کې ونیوه. هغه په ټول افغانستان کې د ماشومانو لپاره د زده‌کړو د اسانتیاوو په برابرولو او تر خوا یې د افغان ماشومانو د زده‌کړو په کمپاین مصروف و.

د قلم لار بنسټ وايي، له ډېرو هڅو او د افغانانو له ډېرو غوښتنو سره سره، د دې بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا طالبانو له بنده نه‌دی خوشې کړی.

د دې بنسټ غړې مرضیې حفیظي د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د مطیع‌الله ویسا له نیولو یوه میاشت تېرېږي، خو د برخلیک په اړه یې کوم خبر نه‌شته چې دې وضعیت یې کورنۍ اندېښمنه کړې ده.

نوموړې وايي: "د ښاغلي ویسا د کورنۍ، دوستانو او همکارانو اندېښنه دا ده چې د هغه په اړه تېره یوه میاشت کې هېڅ ډول معلومات نه‌شته چې چېرې دی، روغتیايي حالت یې څنګه دی. موږ په یوه اعلامیه کې د هغې د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او طالبان باید د هغه د وضعیت په اړه ځواب ویونکي اوسي."

د قلم لار بنسټ د مطیع‌الله ویسا د نامعلوم برخلیک په اړه هم اندېښنه ښيي او هر څه ژر یې د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

اعلامیه کې زیاته شوې، مطیع‌الله ویسا هیچا ته ګواښ نه‌و او نه یې کومه سیاسي برنامه درلوده.

دې اعلامیه کې یادونه شوې چې ویسا د افغان ماشومانو د زده‌کړې او روزنې پر چارو بوخت و.

د قلم لار بنسټ له طالبانو دا هم غواړي چې د مطیع‌الله ویسا د روغتیا په اړه دې یې کورنۍ ته ډاډ او له هغه سره د لیدنې اجازه ورکړي او ترڅنګ یې هغه ته اجازه ورکړل شي چې مدافع وکیل ونیسي.

د ازادي راډيو خبريال د دې غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د دوی د استخباراتو ریاست ویاند خلیل همراز نظر وپوښت، خو ځواب یې ورنه‌کړ.

خو له دې وړاندې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، مطیع‌الله ویسا یې د شکمنو کړنو په تړاو نیولی دی.

هاخوا یو شمېر حقوقپوهان له مطیع‌الله ویسا او یو شمېر نورو هغو کسانو سره چې د طالبانو له‌خوا نیول شوي، د طالبانو چلند غیرقانوني بولي او وايي، د دوی چلند د ټولو منل شویو نړیوالو معیارونو خلاف دی.

د حقوقو چارو شنونکی میر عبدالواحد سادات وايي: "د زنداني کولو د دوام او د نیولو لپاره باید د محکمې حکم وي. هغه څه چې د ښاغلي ویسا او نورو افغانانو په اړه شوي د افغانستان او د نورې نړۍ د منل شویو قوانینو سره په ټکر کې دي. همدا ډول د اسلامي د مبارک دین سره هم تضاد کې دي."

طالبانو د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا د مارچ په اووه ویشتمه نېټه په کابل کې ونیوه.

هغه په ټول افغانستان کې د ماشومانو لپاره د زده‌کړو د اسانتیاو په برابرولو او ترڅنګ یې د افغان ماشومانو د زده‌کړو په کمپاین مصروف و.

د هغه نیولو په کور دننه او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه را پورته کړل، خو طالبانو هغه لا هم نه‌دی خوشې کړی.

د مطیع‌الله ویسا او مرتضی بهبودي په ګډون یو شمېر نور فعالان او خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG