د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

آی آر سي: اروپايي ټولنې تراوسه د افغان پناه غوښتونکو برخه کې بې‌غوري کړې


ارشیف: په اسلام اباد کې بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه افغان کډوال
ارشیف: په اسلام اباد کې بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه افغان کډوال

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه تورن کړي چې د افغان پناه غوښتونکو په برخه کې یې تر اوسه ډېره بې غوري کړې ده.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا 'آی آر سي' په دغه راپور کې چې پرون چهارشنبې د مې په ۳۱مه یې خپور کړی ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، ۱،۶ ميلیونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته تللي چې د دوی ۹۹ سلنه یې په پاکستان او ایران پورې تړلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د دې ډلې د ۲۷۰ زره افغانانو چې پناه ته فوري اړتیا لري، د اروپایي ټولنې هېوادونو یوازې ۲۷۱ تنه چې له صفر سلنې هم کم دي، منلي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، یو شمېر اروپایي هېوادونو په تېرو دوو کلونو کې یوازې له ۱۵ نه تر شلو پورې افغانانو ته پناه ورکړې او لږ تر لږه د اروپایي ټولنې نهو غړیو هېوادونو هم د افغان پناه غوښتونکو د منلو په اړه هېڅ ژمنې نه‌دي کړي.

پر دې سربېره ۴۰ سلنه هغه افغانان چې ځانونه یې د اروپا تر پولو رسولي، بېرته له پولو په شا کړای شوي دي.

د دغو افغان پناه غوښتونکو اکثره یې لکه د یونان په څېر زندانونو ته ورته ټاپوګانو کې اوسېږي.

ارشیف: د یونان په یوه څنډه کې د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو کډوال
ارشیف: د یونان په یوه څنډه کې د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو کډوال

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په وینا د هغو افغانانو له ډلې چې د دې کمېټې تر پوښښ لاندې نیول شوي، ۹۲ سلنه یې په اظطراب او خپګان اخته شوي دي.

د دغه راپور له مخې د اورپایي ټولنې غړیو او ناروې او سویس د افغانانو د منلو کچه د ۲۰۲۱ کال په نسبت چې ۶۶ سلنه وه، تېر۲۰۲۲ کال ۵۴ سلنې ته راکمه کړې ده.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د اروپایي ټولنې له غړیو هېوادونو غوښتي چې په دې برخه کې عملي او فوري اقدامات وکړي.

د افغانانو د لېږدولو لپاره خوندي لارې او د هغوی لپاره امن ځایونه تامین کړي.

دویم د دوی لپاره دې د منلو ور خلاص کړي او دوی دې له دې پرته چې له څه ډول لارو یې د اروپا تر وچې پورې ځانونه رسولي، په باعزته توګه ومني او ورڅخه دې دوامداره ملاتړ وکړي.

درېیم د کډوالې له بحرانه د زده‌کړې لپاره دې د اروپایي ټولنې د غړیو په منځ کې د چلندونو او همغږۍ لپاره مېکانیزمونه جوړ شي، ترڅو د کډوالۍ د راتلونکو بحرانونو لپاره مناسبې لارې پیدا شي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د یوې ۶۰ کلنې افغانې برخلیک ته اشاره کړې چې وایي، دوه نیم کاله یې انتظار وایست ترڅو د پناه اخیستو غوښتنلیک یې ومنل شو.

دغې افغان مېرمنې چې نوم یې نه‌دی په ډاګه شوی ویلي، له خپلو اولادونو لیرې انتظار ورته ډېر سخت و، خو له منل کېدو وروسته بیا هم تر اوسه په دې نه‌ده توانېدلې چې له خپلو ماشومانو سره یو ځای شي.

دغې مېرمنې د ژغورنې نړیوالې کمېټې ته په ژړه‌غوني غږ ویلي چې په بې صبرۍ سره انتظار باسي چې خپل ماشومان په غېږ کې ونیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG