د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

په کور دننه او بهر ۲.۶ میلیون افغان کډوال له زیاتېدونکو اړتیاوو او خطرونو سره مخ بلل شوي


ارشیف: په اسلام اباد کې افغان کډوال
ارشیف: په اسلام اباد کې افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان 'آی او ایم' وايي، په کور دننه او بهر ۲ اعشاریه ۶ میلیونه افغان کډوال چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته بې ځایه شوي او کډوال شوي له زیاتېدونکو اړتیاوو او خطرونو سره مخ دي.

په افغانستان کې څو لسیزو جګړو او سیاسي بدلونونو د ډېری افغانانو هوسا او خوشحاله ژوند ترې اخیستی.

فریبا چې د افغانستان له شمالي ولایت تخار نه د جګړو له امله پلازمېنې کابل ته بې ځایه شوې وايي، د سر د خوندیتوب په هدف یې خپله سیمه پرېښې وه، خو دلته له سختې بې وزلۍ سره مخ ده.

نوموړې وايي: "د جنګ جګړو له امله له خپلې سیمې کډوال شو، اوس دلته په کابل کې اوسېږو، په کرایې کور کې ژوند کوو. زه هم بې کاره یم، خاوند مې هم بې‌کاره دی. د کور لګښت او د خوراک اړتیاوې په ډېرې سختې پوره کوو."

یوازې په کور دننه افغانان د ژوند له ستونزو شکایت نه کوي، بلکې هغوی چې د ښه ژوند په تمه له هېواده کډوالۍ ته هم اړ شوي وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال
په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې مېشته افغان کډواله مرضیه توتاخېل وایي: "دلته د پولیسو ډار شته، ویزې ختمې دي، د کورونو کرایې لوړي دي او بې روزګاري زیاته ده، دلته څوک افغانانو ته کار نه ورکوي، یو شمېر یې یوازې په کراچیو مزدوري کوي، نو دلته د ګزمې، پولیسو او بې روزګارۍ له لاسه د افغانانو وضعیت ګډوډ دی."

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته زیات شمېر افغانانو کډوالۍ ته مخه کړه او ډېری افغانان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته ولاړل.

اوس د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان 'آی او ایم' وايي، په داسې یو طرز العمل کار کوي چې له مخې یې له ۲ اعشاریه ۶ میلیونه هغه افغانانو سره مرسته وشي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ له پنځلسمې وروسته یا له افغانستانه کډوال شوي او یا هم په کور دننه بې‌ځایه شوي دي.

آی او ایم په یو تازه راپور کې ویلي چې دغه افغان کډوال له زیاتېدونکو اړتیاو او خطرونو سره مخ دي.

يادې ادارې ویلي چې د داسې یو طرزالعمل نه موجودیت د خلکو ستونزې لا پسې زیاتوي.

د آی او ایم په راپور کې راغلي چې د دغه طرزالعمل د طبیق لپاره ۱ عشاریه ۴۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري تر څو پر کور دننه او بهر له هغه افغان کډوالو سره مرسته وکړي چې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په راپور کې راغلي، دوی هڅه کوي په دې سره د نورې کډوالۍ مخه ونیسي.

آی او ایم ویلي چې د دغه طرزالعمل له مخې به یوازې په کور دننه له ۱۷ میلیونه هغه افغانانو سره مرسته کوي چې له ستونزو سره مخ دي.

دغه شان به له همکارو هېوادونو سره مرسته کوي چې له ستونزو سره مخ کډوالو ته خدمتونه وړاندې کوي.

دغه افغان کډوال یو شمېر یې نورو هېوادونو ته د تګ لپاره خو زیات شمېر نور یې په افغانستان کې د بې روزګارۍ د زیاتېدو له امله کډوال شوي دي.

د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې دا مهال بې‌کاري او بې‌وزلي اوج ته رسېدلې ده او خلک د خپل ژوند د پر مخ بیولو لپاره له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG