د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

په ايران او پاکستان کې ځينې افغان کډوال: د سږني حج پروسه کې ونډه غواړو


بیت‌الله شریف
بیت‌الله شریف

داسې مهال چې د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج مراسمو لپاره د زیارت کوونکو د لومړنیو کارونو د پیل خبره کوي، په ایران او پاکستان کې یو شمېر کډوال غواړي چې دوی ته هم ونډه ورکړي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال سمیع‌الله وايي، غواږي سږ کال حج وکړي.

نوموړی وايي: "زه اسلا‌م‌اباد کې اوسم او غواړم سږ کال حج وکړم. موږ غواړو په همدې هېواد کې موږ ته ونډه را کړل شي، څو له دې پروسې برخمن شوو."

سمیع‌الله وايي، د بې‌روزګارۍ او ستونزو له امله یې افغانستان پرېښود او پاکستان ته کډه شو، خو اوس یې چې اقتصادي حالت ښه دی، غواړي حج وکړي.

په ایران کې یو بل افغان کډوال محمد ناصر هم وايي، غواړي خپل تره له ایرانه عربستان ته د حج لپاره ولېږي او غواړي د طالبانو حکومت د حج په پروسه کې د کډوالو ونډه ورکړي.

محمد ناصر وايي: "څو کاله کېږي چې د کاکا له کورنۍ سره مې ایران کې ژوند کوو. سږ کال مې کاکا غواړي حج وکړي. که اسلامي امارت زمینه مساعده کړي او په ایران کې افغان کډوالو ته سهیمه ورکړي، کاکا مې به وشي کولای حج ته ولاړ شي."

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني د خلکو د غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو نږدې دوه اوونۍ وړاندې د دې وزارت سرپرست نور محمد ثاقب وویل، سږ کال افغانستان ته د ۳۰ زره تنو سهمیه ورکړل شوې چې دوی په‌کې په ایران او پاکستان کې د کډوالو ونډه هم په پام کې نیولې.

ارشیف: د حج له مراسمو وروسته له عربستان څخه د راغلیو افغان حاجیانو یوه ډله
ارشیف: د حج له مراسمو وروسته له عربستان څخه د راغلیو افغان حاجیانو یوه ډله

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم وايي، د سږ کال د حج پروسه کې په ایران او پاکستان کې د کډوالو ونډه په پام کې نیولې.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په ابتکار په ایران او پاکستان کې زر تنو کډوالو ته هم د حج سهمیه پام کې نیول شوې او همداس په دې هېوادونو کې زموږ د مهاجرینو د اتشو له‌خوا نوملیکنه روانه ده. له نوم‌لیکنې وروسته به دوی د پچه‌اچونې لپاره غوره شي او بیا له ایران او پاکستان حج ته ولاړ شي."

عبدالمطلب حقاني ادعا کوي همدا اوس نوم‌لیکنه د پاکستان په پېښور، کوټه، او اسلام‌اباد کې د ایران په تهران او زاهدان کې روانه ده.

خو هغه په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو لپاره د سهمیې د ورکړې په اړه څه ونه ویل.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، اوسمهال ۷ میلیونه افغانان کډوال دي چې، له دې یې ۳ میلیونه په پاکستان او پاتې ۳ میلیونه یې په ایران کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG