د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۲

سعودي: له ۱،۶میلیونو څخه زیات حج کوونکي راغلي


سعودي چارواکو وویل، له یو عشاریه شپږ میلویون څخه زیات شمېر زیارت کوونکي له وړاندې حج ته ورغلي دي.

د چارشنبې په ورځ به دغه شمېره نوره هم لوړه شي، ځکه چې د پنجشنبې ورځ د عرفات ورځ ده. انتظار کیږي چې د داخلي حاجیانو شمېر به له اووه نیم لکو څخه زیات وي.

سره له دې، چې د غیر قانوني زیارت کوونکو د مخ نیوي لپاره په لارو باندې ګڼ شمېر د تلاشۍ پوستې لګول شوي دي، خو بیا هم هر کال ډيری کسان په غیر قانوني توګه ځانونه حج ته رسوي.

د حجاجو ګڼ شمېر کسان اسیایان دي، په تیره بيا له اندونیزیا څخه ډير کسان حج ته ځي، ځکه چې اندنوزیا د نړۍ تر ټولو لوی اسلامي هېواد دی او د دې هېواد سهمیه د نورو هېوادونو په پرتله ډيره ده.

اژانس زیاتوي : په سوریه کې چې د ۱۹ میاشتو راهیسې د حکومت پر خلاف د خلکو پاڅون روان دی، تر اوسه لا څرګنده نه ده چې له دغه هېواد څخه به په کوم شمېر کسان حج ته ولاړ شي.

د مشق تیره میاشت وویل، وروسته له هغه چې دواړه هېوادونه د یو بل سره مواقفې ته ونه رسیدل، نو سعودي مقاماتو د دې هېواد خلګو ته اجازه ورنه کړه چې د حج مراسم اداکړي.

اما د شنبې په ورځ د سعودي د کورنیو چارو وزیر شهزاده « احمد بن عبدالعزیز» ټینګار وکړ، د سوریې پر حجاجو بندیز نه دی لګول شوی، پرته له هغو کسانو چې د ویزو لپاره یې ناوخته غوښتن لیکونه ورکړي دي.

په لبنان کې د سعودي سفیر تیره اوونۍ وویل: هېواد یې د سوریې هغو اتباعوو ته هم د حج د مراسمو لپاره ویزې ورکوي، چې د جګړې له امله په تر کیه ، لبنان، او اردن کې مهاجر شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس « سپا» وویل چې په تر کیه ، اردن او لبنان کي لسوزرو سوري مهاجرو ته د حج لپاره ویزې ورکړل شوي دي.

شهزاده احمد دا شان خبرداری ورکړ « ریاض» چاته اجازه نه ورکوي چې حج په “سیاسي دګر” بدل کړي.

هغه خبریالانو ته وویل: په دې اړه اندیښنه نه لري چې، د سوریې یا یوبل عربي هیواد ستونزي به د حج مراسم متاثر کړي، او یا دا چې د حج د زیارت کولو پر وخت به د د وښمن یا سیال هیواد ایران له لوري کوم اختلال رامنځ ته شي، هغه زیاته کړه:

“زه توقوع نه لرم چې د سوریې یا یوبل هیواد رواني ستونزي دي حج یا حجاج کرام متاثر کړي، او زه توقوع نه لرم چې ایرانیان دي د حج پر وخت کوم خرابی را منځ ته کړي”

ایراني حاجیان هر کال د حج د مراسمو پر مهال د “مشرکانو د غندلو په مقصد غونډي جوړوي” اساساً د ایران د اسلامي انقلاب پخواني لارښود « آیت الله خمیني» د دې ملاتړ کاوو او په دې توګه یې د اسرائیلو او لویدیځو هیوادونو غندنه کوله.

په 1987 م کال د حج د مراسمو پر وخت پولیسو د هغو مظاهره کوونکو د تیت او پرک کولو هڅې وکړې چې د مظاهرو پر وخت یې د اسرائیلو او امریکا پر خلاف نارې وهلې. مظارې په تاو تریخوالي بدلي سوې، 402 کسان پکي مړه سول، په مړو سویو کسانو کي 275 ایراني حاجیان وو.

له هغه وخت راهیسي ایراني حجاج پرته له دې چې د سعودي پولیسو او دغه سُني میشتو هیواد سره په شخړه کي ښکیل سي، هغوی دغه اعتراضونه په خپلو خیمو کي کوي.
XS
SM
MD
LG