د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

طالبان: سږ کال ۳۰زره افغانان د حج فریضې د ادا کولو لپاره عربستان ته ځي


بیت الله شریف
بیت الله شریف

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال به له افغانستانه ۳۰زره افغانان د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال به له افغانستان ۳۰زره تنه د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د دې وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د افغانستان لپاره جلا شوې سهمیه د کرونا وبا له خپرېدو وړاندې هماغه پخوانۍ ده او کوم بدلون په کې نه‌دی راغلی.

د ثاقب په خبره، دوی هڅه کوي چې په راتلونکو کلونو کې دا شمېر زیات شي، خو د سږ کال لپاره په دې شمېر کسان سعودي عربستان ته د حج د ادا کولو لپاره ولاړ شي.

خو د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست دې پوښتنې ته روښانه ځواب ونه وایه چې په دې دېرش زره کسانو کې د ښځو شمېر څو دی، مګر ټینګار یې وکړ چې مساوات یې نظر کې نیولي.

نورمحمد ثاقب وویل، سږ کال به په هر تن د حج د ادا کولو ۳زره ۹۲۴ ډالره لګښت راشي.

هغه زیاته کړه: "موږ چې د دوی مصارف را ښکته کوو، داسې نه ده چې د دوی سهولیات را کموو، بلکې غواړو چې اضافي مصارف را کم کړو چې د حاجیانو په سهولتونواو ښه خدمتونو کې کمی هم رانه‌شي."

تېر کال په هر تن ۴زره ۱۳۰ امریکايي ډالر لګښت راغلی و.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست دا هم وویل چې د حج ادا کولو سهمیه یې د ولایتونو د غوښتنو پر بنسټ وېشلې چې په کې یې د خپل حکومت کسانو او د دوی د ډلې وسله‌والو سهمیه هم نظر کې نیولي.

ارشیف: په کابل کې یو وسله وال طالب
ارشیف: په کابل کې یو وسله وال طالب

خو یو شمېر کسان چې کلونه کېږي د حج ادا کولو لپاره نوملیکنه کړې او پیسې یې هم بانک ته تحویلي کړي نیوکه کوي د دوی حق نورو ته ورکړل شوی دی.

له همدې یو تن چې نه غواړي د ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "څو کاله مخکې مو ثبت نام وکړ، بیا څو کاله په تمه شو چې نوبت مو راشي. پیسې مو تحویلې کړي، خو کله چې وخت راغی، په موږ لږ ناوخته شو، څو چې راتلو زموږ حق یې بل ته ورکړی و."

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د طالبانو په حکومت لویه نیوکه دا وه چې د حج په پروسه کې یې د خپلې ډلې کسانو ته ډېره ونډه ورکړې او د نورو غوښتونکو سهم یې په پام کې نه‌دی نیولی.

تېر کال د طالبانو یو ډېر شمېر لوړپوړي چارواکي، د دې ډلې غړي او د یو شمېر هغو کسانو د کورنۍ غړي چې د طالبانو لپاره یې په جګړو کې ځانمرګي بریدونه کړي وو، د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لېږل شوي وو.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو دا هم وویل چې دوی د پاسپورټ ریاست سره خبرې کړي او ژر به هغو کسانو ته پاسپورټ ورکړل شي چې د سږ کال د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.

د طالبانو په حکومت دا نیوکه هم ده چې ښځې یې له محرم پرته حج ته له تلو منع کړي، په داسې حال چې سعودي عربستان تېر کال اعلان وکړ چې له محرم پرته ښځې کولای شي، د حج د ادا کولو په موخه ورشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG