د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

پر بايسکل د حج په تکل وتلی راز محمد له خپلې کورنۍ تري تم دی


تېر کال له غزني ولايت هم يو افغان د حج د اداينې په موخه بيت الله شريف ته پر بايسکل روان شو - ارشيف
تېر کال له غزني ولايت هم يو افغان د حج د اداينې په موخه بيت الله شريف ته پر بايسکل روان شو - ارشيف

سعودي عربستان ته د حج په نیت پر بایسکل له کوره د وتلي راز محمد کورنۍ وايي، ورځ تر بلې یې د نوموړي په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.

راز محمد د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه شخص چې د حج فریضې د ادا کولو په نیت پر بایسکل روان شو او له افغانستان لومړی ایران او بیا عراق ته واوښت.

اوس یې ورور نېک محمد ازادي راډیو ته وايي، راز محمد ته په عراق کې پولیسو سعودي عربستان ته د ننوتو اجازه ور نه‌کړه او هغه هملته پاتې شو.

د نېک محمد په خبره، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې ورور له دوی سره هیڅ ډول اړیکه نه‌ده نیولې.

نوموړی وايي: "کله چې عراق ته ورسېد، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې موږ سره هیڅ ډول اړیکه نه‌ده نیولې. کورنۍ او ماشومان یې لویو ستونزو سره مخ دي او ټول ناروغان دي."

د راز محمد د تره زوی حضرت ولي له طالب چارواکو غواړي چې د دوی د کورنۍ د غړي په راپیدا کولو او افغانستان ته یې د را ستنولو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

نوموړی وايي: "موږ ډېر په تشویش کې یو. له طالب چارواکو مو غوښتنه دا ده چې راز محمد موږ ته را خوشې کړي."

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت سره مو د راز محمد کیسه او لا درکه کیدل شریک کړل، خو ویاند یې سره له دې چې زموږ پیغامونه ولوستل، ځواب یې را نه‌کړ.

سږ کال یو شمېر نور افغانان هم د حج په نیت د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د سعودي عربستان پر لور تللي وو، خو ایران او یا هم عراق ته د نږدې کېدو پر مهال د وړاندې تګ اجازه نه‌وه ورکړل شوې او بېرته افغانستان ته راستانه شول.

د طالبانو د حکومت چارواکو هغه مهال له ټولو افغانانو غوښتي و چې په غیر قانوني او سختو لارو سعودي عربستان ته د حج په نیت له کوره و نه وځي.

XS
SM
MD
LG