د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د ايران د بشري حقونو سازمان: ايران په روان کال کې ۶ افغانان اعدام کړي


د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۶ افغانان په ایران کې اعدام شوي دي.

ياد سازمان وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامولو لړۍ چټکه شوې ده.

دغه سازمان چې دفتر یې په ناروې کې دی، خپل د جمعې د ورځې ټویټ کې یې ویلي، لږ تر لږه ۶ افغانان په ۲۰۲۳ کال کې په ایران کې اعدام شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، په وروستۍ قضیه کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د سعید په نوم یو افغان د قتل په تور اعدام شو.

د ایران د بشري حقونو سازمان زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ کال له پیله د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو پورې په ایران کې هیڅ افغان زنداني نه و اعدام شوی، خو د طالبانو له واکمنېدو سره سم دې کال کې د افغانانو د اعدام ۵ پېښې او په ۲۰۲۲ کې ۱۶ پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال هم د ایران په زندانونو کې د افغانانو د اعدام راپورونه ورکول کېدل، خو په وروستیو کلونو کې یې بیا دا شمېر کم شوی و.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د دغه راپور په اړه تر اوسه د ایران حکومت غبرګون نه‌دی ښودلی.

خو د طالبانو حکومت پرته له دې چې د ایران په زندانونو کې د اعدام شویو افغانانو مسئلې ته پام وکړي، ادعا کوي چې د دوی د هڅو په پایله کې په ایران کې د ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام حکم لغوه شوی او دغه بندیان افغانستان ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ازادي راډيو ته وویل: "د دوی د یوې کمېټې د هڅو په پایله کې تر اوسه څه باندې دوه زره افغانان د ایران له زندانونو ازاد او هېواد ته لېږدول شوي، چې له دې جملې څخه ۲۰۰ بندیان په اعدام محکوم شوي وو، خو د اعدام سزا یې په بند بدله شوې ده او دوی بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي."

بل خوا په ایران کې یو شمېر افغان کډوال له خپلو ستونزو شکایت کوي.

د دوی له ډلې ذاکر چې له یو نیم کال راهیسې په ایران کې ژوند کوي ازادي راډيو ته وویل چې، ایران کې د ده په ګډون افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي: "دوی موږ ته بانکي کارتونه او د زېږون سندونه نه راکوي. زه له یو کال راهیسې په کور کې یم، د جبري اخراجېدو له ویرې د باندې نه‌شم وتلای او نه کار کولی شم. دوی ان موږ ته نانوايي کې هم له بانک کارت پرته ډوډۍ نه راکوي."

ذاکر وايي چې د اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ له امله د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره په ناقانونه توګه ایران ته تللی، خو اوس بې‌کاره دی.

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال
په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

افغانه کډواله خاطره په ایران کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو یو شمېر نورو ستونزو ته هم اشاره کوي.

نوموړې وایي: "دلته پيسې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، خو د توکو بيې ډېرې لوړې شوې دي او د سرشمېرنې د کارتونو پر بنسټ چې افغانان يې لري، کله یې چې وخت پوره شي نو وايي چې پاتې به شي، بس هر افغان دې سوچ کې وي چې اقامه به راکړل شي که نه، د مهاجرینو ډېره ویره له ډیپورټ کولو څخه ده."

په ایران کې د افغان کډوالو د یوه کمپ څنډه
په ایران کې د افغان کډوالو د یوه کمپ څنډه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی، خو د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل وویل، چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګروملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر له پنځو میلیونو اوښتی دی.

د اعلامیې له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ګوټېرېش ته ویلي چې د دې لوی شمېر مهاجرینو اداره د نړیوالو پام او ملاتړ ته اړتیا لري.

بې‌وزلي، وزګارتيا او امنيتي ستونزې په تېره بيا په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د دغو ستونزو پراختیا ګاونډيو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ د زياتېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په ایران کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG