د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

د امريکا پوله ساتو ځواکونو د ترهګرو په نوملړ کې شامل يو افغان نيولی


د مکسیکو او امریکا ترمنځ سرحدي پوله کې د افغانانو په ګډون یو زیات شمېر کډوال هڅه کوي چې متحده ایالاتو ته ننوځي.
د مکسیکو او امریکا ترمنځ سرحدي پوله کې د افغانانو په ګډون یو زیات شمېر کډوال هڅه کوي چې متحده ایالاتو ته ننوځي.

د امریکا په سن دیګو ښار کې پوله ساتو ځواکونو یو افغان نیولی چې د 'ایف بي آی' د ترهګرو په نوملړ کې شامل و.

د امریکا متحده ایالتونو له‌خوا له مکسیکو سره په پوله د کوېډنولس په اړه د لګېدلو محدودیتونو تر لرې کېدو وروسته زرګونه پناه غوښتونکي چې په‌کې یو شمېر افغانان هم شته امریکا ته د ننوتلو او د پناه غوښتنې په هڅه کې دي.

له دې ډلې یو افغان چې په ناقانونه توګه امریکا ته دننه شوی و د امریکا د پوله ساتو ځواکونو له‌خوا په سن دیګو ښار کې نیول شوی دی.

د سن دیګو ښار د پنځمې برخې څارګر یا مشر جیم دسموند په یوه بیان کې ویلي چې نیول شوی افغان د امریکا د فدرال پولیسو ایف‌بي‌آی د څار لاندې ترهګرو په لېست کې و، نو ځکه د پوله ساتو له‌خوا تر پېژندنې وروسته سمدستي ونیول شو.

هغه د نیول شوي افغان په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي، خو په راپورونو کې راغلي چې دا افغان وروسته تر هغې د امریکا خاورې ته ننوتی چې تېره اوونۍ امریکا متحده ایالتونو له مکسیکو سره پر پوله د کوېډنولس لګېدلي محدودیتونه لرې کړل.

د امریکا پولیس
د امریکا پولیس

خو د ایف‌بي‌آی د ترهګرو په لېست کې له نیول شوي افغان سربېره ځینې داسې افغانان هم شته چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د لاتینې امریکا ځینو هېوادونو له هغې ډلې برازیل او ارجنتاین ته تللي او بیا یې له هغه ځایه په قاچاق ځانونه تر امریکا رسولي.

رویټرز خبري اژانس له ځینو دغو خلکو سره د امریکا پولې ته څېرمه خبرې کړي چې یو هم حشمت الله حبیبي نومېږي.

هغه وايي: "زه هیله کوم او دا دعا کوم چې موږ ته اجازه راکړي چې دننه شو، ځکه که موږ ته اجازه رانه‌کړي نو زما او زما د کورنۍ راتلونکې په خطر کې ده. ځکه موږ له یوې تیاره راتښتېدلي او دلته د یوه ښه ژوند په نیت راغلي یو. که موږ ته اجازه رانه‌کړي نو وضعیت به ډېر خرابه شي بېرته هېڅ ځای نه‌شو ستنېدلی. دا نو موږ ته یو مرګونی حالت دی."

حبیبي او ځینې نور افغانان د لاتینې امریکا د یو شمېر هېوادونو ویزې اخیستې وې او اکثر یې همالته څو میاشتې بې سرنوشته تېر کړل.

دوی په دې هیله تر برازیل او ارجنټاین تللي و چې ګوندې امریکا به یې له هغه ځایه ور وغواړي.

د افغانانو په ګډون یو زیات شمېر کډوال هڅه کوي متحده ایالاتو ته داخل شي.
د افغانانو په ګډون یو زیات شمېر کډوال هڅه کوي متحده ایالاتو ته داخل شي.

که څه هم امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې لسګونه زره افغانان په تېره بیا خپل افغان همکاران او د هغوی کورنۍ درېیمو هېوادونو او بیا له هغه ځایه امریکا ته یوړل خو په امریکا کې دننه د کډوالیو د تګلارو ځینې منتقدین او د کانګرس ځينو غړو اندېښنې ښودلې وې چې ښايي ځینې داسې خلک هم په دې ډله کې موجود وي چې د امریکا لپاره ګواښ پېښولی شي.

په دې سربېره د تخلیې له پروسې لږ څه وروسته په متحده عربي اماراتو کمپ او ویسکانسن کمپ کې امریکايي چارواکو راپور ورکړی و چې یو شمېر داسې افغانان هم امریکا د تخلیې په پروسه کې ایستل شوي چې تر خپل عمر ډېرې وړې ښځې لري یا په بله اصطلاح ماشومانې یې واده کړي.

XS
SM
MD
LG