د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

امریکا چمتو ده په نومبر کې خپلې ځمکنۍ پولې پرانیزي 


ارشیف، د امریکا او کاناډا ترمنځ پوله
ارشیف، د امریکا او کاناډا ترمنځ پوله

د امریکا متحده ایالات چمتو دي د کرونا ویروس له امله له میاشتو بندیز وروسته په نومبر کې خپلې ځمکنۍ پولې پرانیزي.

د نیویارک د دموکرات سناتورې کریسټین ګلي برانډ دفتر پرون اعلان وکړ، امریکا پرېکړه کړې چې له کاناډا او مکسیکو سره خپلې پولې د هغو کسانو لپاره بېرته خلاصې کړي چې په بشپړ ډول واکسین شوي وي.

متحده ایالات یوازې له همدې دوو هېوادونو سره ځمکنۍ پولې لري.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر الیجاندرو میجرکاس دا پروګرام چې په اساس به یې د سیلانیانو په ګډون غیر ضروري سفرونو ته اجازه ورکول کېږي تایید کړی.

تمه کېږي چې له کاناډا او مکسیکو سره د متحدوایالاتو د پولې د رسمي پرانیستې اعلان نن وشي.

XS
SM
MD
LG