د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

ډونالډ ټرمپ د خپل کار په وروستۍ ورځ لسګونه مجرمین بخښي


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د جنوري په نولسمه چې د جمهوري ریاست د دورې وروستۍ بشپړه ورځ یې ده، په لسګونو، په مختلو تورونو مجرم کسان وبخښي.

سبا د واشنګټن په وخت غرمه مهال نوی منتخب ولسمشر جوبایډن د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه کوي.

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن

تمه ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په لسګونو کسان وبخښي.

په دوی کې به هغه کسان هم شامل وي چې د جنایي جرمونو په خاطر سزاوې ورکړل شوې دي.

ټرمپ چې نن یې د جمهوري ریاست د دورې وروستۍ بشپړه ورځ ده دغه اقدام داسې مهال کوي چې وروستۍ نظر شمېرنې ښیي چې د هغه له کار څخه د خلکو د رضایت اندازه د هغه د جمهوري ریاست په دوره کې تر ټولو ټیټې یعنې په سلو کې ۳۴ ته را ښکته شوې ده.

امریکایي رسنۍ د سپینې ماڼۍ د سرچینو په حواله وایي، چې ټرمپ ښايي له ۶۰ نه ترسلو پورې کسان وبخښي.

په دوى که د مختلفو قشرونو د راپ موسیقۍ له یوه ستوري نه نیولې تریوه ډاکټره پورې چې په روغتیایي خدمتونو کې د درغلیو په تور په زندان کې دي، خلک شامل دي.

خو دا نه ده څرګنده، چې ایا ټرمپ به خپل پخوانی نږدې همکار سټیو بانن چې د مکسیکو او امریکا پرپوله د یوه دیوال د جوړولو لپاره د بسپنې راټولو یوې ډلې ته پرې د فدرالي ادارې د درغلې تورونه لګول شوې دي، هم په دې کسانو کې شامل کړي چې نوموړی یې بخښي.

بانن چې د ټرمپ یو بانفوذه سلاکار او د ۲۰۱۶ د انتخاباتو تنظیمونکی و، پرځان لګول شوي تورونه رد کړي دي.

دا هم نه ده معلومه چې د ټرمپ په لېست کې به د هغه د شخصي وکیل رودی جولیاني نوم هم شامل وي کنه.

جولیاني د تېر کال د نومبرپه دریمه د ولسمشرۍ په ترسره شویو انتخاباتو کې د تشو درغلیو د هغو ادعاوو تل پلوي کړې چې ټرمپ راپورته کړې دي.

ټرمپ چې خپل ډموکرات سیال جوبایدن ته یې خپله ماتې نه ده منلې سبا د هغه د لوړې په مراسمو کې هم ګډون نه کوي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې تراوسه دا هم نه ده روښانه چې ایا ټرمپ به د دې هڅه هم وکړي چې د ممکنه جرمونو د تورونو په وړاندې هم ځان او د هم د خپلې کورنۍ نور غټان، خپله لور ایوانکا، خپل زوم جرید کوشنر او خپل نور دوه زامن ډونالډ جینور او ایریک خوندي کړي او د بخښنې په په دغه فرمان کې چې نوموړی به نن ورکوي، شامل کړي.

دې ته په پام سره چې ټرمپ او د کورنۍ غټان غړي یې تراوسه رسماً په کومو جرمونو نه دي تورن شوي، خو دا به مخکې ترمخکې یوه هڅه وي په راتلونکې کې دوی له هر ډول جرمونو څخه خوندي کړي.

ډېرى څېړونکي وايي، چې یو شخص خپل ځان نه شي بخښلی ځکه دا د اساسي قانون له اصولو سره چې خپله شخص په خپل مورد کې قاضي نه شي کېدای په ټکر کې دی.

اساسي قانون ولسمشر ته ډېر واک ورکوي چې خلک وبخښي او اکثرو ولسمشرانو هم د خپل کار په وروستیو ورځو کې له دغه صلاحیته کار اخیستی او په مختلفو جرمونو تورن کسان یې بخښلي دي.

خو انتقاد کونکي وایي، چې ټرمپ چې کوم کسان له دې مخکې بخښلي، سیاسي متحدینو ته یې انعام ورکړی بلکې رحم یې نه دی ښودلی یا یې د بې عدالتي د له منځه وړلو لپاره کوم کار نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG