د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

امریکا کې د 'کووېډ-۱۹' له امله د مړو شمېر له ۲۵۰ زرو واوښت


ارشیف، د امریکا په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته بستر شوی ناروغ
ارشیف، د امریکا په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته بستر شوی ناروغ

د امریکا متحده ایالاتو کې د 'کووېډ-۱۹' له امله د مړو شویو شمېر پرون چهارشنبه له ۲۵۰ زرو واوښت او د ۷۸ زره کسانو په بستري کېدو سره هم یو نوی ریکارډ ټنیګ شو.

دا دواړه د دې څرګندې نښې دي چې د کرونا ویروس په متحده ایالاتو کې په چټکۍ او بې‌وقفې د خپرېدو په حال کې دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د نویو شمېرو له مخې د نومبر په ۱۷مه ۱،۷۰۷ کسان د کرونا له امله مړه شوي چې دا د مې له میاشتې راهیسې د مړینو تر ټولو لوړه شمېره ده.

په روغتونونو کې د شاوخوا ۷۸ زره کسانو بستري کېدل هم د تېرې میاشتې په نسبت دوه چنده زیاتوالی ښیي.

ډاکتران او نرسان وایي، د وضعیت له خرابېدو سره ډېر ستړي او ستومانه شوي دي.

په مکسیکو کې د کرونا له امله د مړو شویو شمېر نږدې ۱۰۰ زره کسانو ته رسېدلی او په دې هېواد کې یې د مثبتو پېښو شمېر له یو میلیون اوښتی.

XS
SM
MD
LG