د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

پاکستان مېشت افغانان: له تېرو دوو ورځو راهيسې له کوره نه‌شو وتلی


د پاکستان په لاهور کې د عمران خان د پلویانو د اعتراضونو یوه صحنه
د پاکستان په لاهور کې د عمران خان د پلویانو د اعتراضونو یوه صحنه

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان وایي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د ډار په فضا کې ژوند کوي او له کورونو نه‌شي وتلی.

په پاکستان کې د مخکیني صدر اعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته د مظاهرو او ګډوډیو دوام.

نن پرله پسې درېیمه ورځ ده چې د خان پارېدلي پلویان او د تحریک انصاف ګوند غړي په بېلابېلو ښارونو کې راوتلي، لارې سړکونه یې بند کړي او دولتي ودانیو او وسایلو ته یې اور اچولی دی.

تر بېګا ناوخته راپورونه ورکول کېدل چې د خان شاوخوا زر پلویان د امنیتي ځواکونو له‌خوا په پنجاب او شاوخوا دوه سوه نور په کراچۍ کې نیول شوي دي.

له تاوتریخوالي په ډکو دغو مظاهرو کې د لږ تر لږه درېیو کسانو د وژلو او لسګونه نورو د ټپي کېدو خبره شوې ده.

دغه بې ثباته وضعیت په پاکستان کې مېشت افغانان هم وېرولي، په ځانګړي توګه هغه افغانان چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته پاکستان ته ولاړل چې نورو هېوادونو کې د پناه اخیستنې چارې مخته بوځي.

تر بېګا ناوخته راپورونه ورکول کېدل چې د خان شاوخوا زر پلویان د امنیتي ځواکونو له‌خوا په پنجاب او شاوخوا دوه سوه نور په کراچۍ کې نیول شوي دي.
تر بېګا ناوخته راپورونه ورکول کېدل چې د خان شاوخوا زر پلویان د امنیتي ځواکونو له‌خوا په پنجاب او شاوخوا دوه سوه نور په کراچۍ کې نیول شوي دي.

عبدالباسط د همدې افغانانو له ډلې یو دی.

هغه تېر ماخوستن ازادي راډیو ته وویل: "دغه وضعیت پر پاکستانیانو سربېره پر افغان کډوالو هم بد اغېز کړی دی. وېره دا ده چې افغان کډوال خپل هېواد ته هم نه‌شي ګرځېدلی، که دلته هم حالت تر دې بدتر شي، نو دوی به څه کوي. له هغو هېوادونو نه چې د افغان کډوالو د کېسونو پروسې ورسره دي، غواړو چې د افغان پناه غوښتونکو قضیو ته رسېدنه وکړي او دوی خپلو هېوادونو ته انتقال کړي."

دغه افغانان وایي چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې انټرنېټ پرې شوی او دوی، مېرمنې او ماشومان یې له کورونو هم نه‌دي وتلي.

هدایت الله احدي اسلام‌اباد ته د تللو هغو خبریالانو له ډلې دی چې درېیم هېواد ته د تګ تکل لري.

هغه د خپل ځان او نورو ملګرو د اندېښنو په اړه راته وویل: "خپله زه هم ډېر وېرېدلی یم، ان بازار ته د سودا اخیستو لپاره نه‌شو وتلی. داسې ناتایید شوي راپورونه مو هم اورېدلي چې یو شمېر هېوادونو خپلو ډيپلوماتیکو ادارو ته ویلي چې له پاکستانه ووځي، دا اکثره هغه هېوادونه دي چې افغانان ورسره د پناه غوښتنې قضیې لري. دا په دې معنا ده چې د وضعیت تر عادي کېدو د افغانانو قضیې نه څېړل کېږي. دې مسئلې مونږ اندېښمن کړي یو، ځکه افغانستان ته هم نه‌شو تللی."

په پاکستان کې د مظاهرو په دوام د دغه هېواد پوځ خبرداری ورکړی چې د پارېدلو مظاهره‌چیانو یا د عمران خان د پلویانو له‌خوا پر پوځي تاسیساتو حملې نورې نه‌شي زغملی.

عمران خان چې پرون په یوه ځانګړې محکمه کې راڅرګند شو، پر ځان لګېدلي تورونه رد او هغه یې سیاسي وبلل.
عمران خان چې پرون په یوه ځانګړې محکمه کې راڅرګند شو، پر ځان لګېدلي تورونه رد او هغه یې سیاسي وبلل.

پوځ پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا ډله غواړي پاکستان کورنۍ جګړې ته ټېل وهي.

پوځ ویلي، د تاوتریخجنو مظاهرو دوام ته به د دوی د هر غبرګون پړه د تحریک انصاف ګوند پر غاړه وي.

په پاکستان کې دغه مظاهرې د مې په نهمه وروسته تر هغه پيل شوې چې مخکینی صدر اعظم عمران خان د فساد په قضیو کې د لاس لرلو په تور ونیول شو.

عمران خان چې پرون په یوه ځانګړې محکمه کې راڅرګند شو، پر ځان لګېدلي تورونه رد او هغه یې سیاسي وبلل.

په پاکستان کې تر دغو مظاهرو وروسته چې دولتي او شخصي املاکو او تاسیساتو ته په‌کې ډېر زیان اوښتی، په پنجاب، خیبرپښتونخوا، سند او یو شمېر نورو ایالتونو کې له پوځه د وضعیت د کنټرول مرسته غوښتل شوې ده.

XS
SM
MD
LG