د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د عمران خان پر نیونې پراخ احتجاجونه؛ دغه وضعیت پر افغانستان اغېز کولای شي؟


عمران خان پرون په اسلام اباد کې د رنجر ځواکونو له خوا ونیول شو.
عمران خان پرون په اسلام اباد کې د رنجر ځواکونو له خوا ونیول شو.

د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه د پلویانو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ په څو ښارونو کې اخ و ډب شوی دی.

عمران خان پرون په اسلام اباد کې د رنجر ځواکونو له خوا ونیول شو.

د عمران خان پلویانو د راولپنډۍ، لاهور او پېښور په ځینو برخو کې پراخ احتجاجونه پیل کړي دي.

راپورونه وايي، د خان په لسګونو پلویان نیول شوي دي.

مخکینی صدراعظم عمران خان د ۲۰۲۲م کال په اپرېل میاشت کې د عدم اعتماد رایې په نتیجه کې له واکه وپرځول شو.

پر عمران خان تور پورې دی چې په القادر ټرسټ کې یې د خپلې واکمنۍ پر مهال اختلاس کړی، خو عمران خان او پلویان یې دا تور ردوي.

په پاکستان کې پیل شوی وضعیت د افغانستان پر حالاتو څه اغېز کولای شي؟

زموږ همکار پر همدې موضوع له خبریال او شنونکي سمېع یوسفزي سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلي چې د عمران خان تر نیول کېدو وروسته په پاکستان کې څه پېښې شوي دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:13 0:00
XS
SM
MD
LG