د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

په پاکستان کې د عمران خان لسګونه پلویان نیول شوي


پاکستاني پولیس د عمران خان د معترضو پلویانو د نیولو پرمهال
پاکستاني پولیس د عمران خان د معترضو پلویانو د نیولو پرمهال

د پاکستان پولیسو د مخکيني صدر اعظم عمران خان د لسګونه پلویانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان تېره اونۍ هغه مهال په لاهور کې له پولیسو سره په اخ او ډب واوښتل چې پولیسو هڅه کوله عمران خان له خپل کوره ونیسي.

دوه ورځې مخکې، د مارچ په اتلسمه هغه مهال چې عمران خان محکمه کې د حضور په خاطر اسلام اباد ته ولاړ، پلویان یې له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول.

د پاکستان د مخکېني صدراعظم محاکمه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:30 0:00

محمکمې خان ته د مارچ تر ۲۴مې فرصت ورکړی چې پر ده د لګول شویو تورونو د سپیناوي په خاطر بیا حساب کتاب ته حاضر شي.

له پولیسو سره تر دغو نښتو وروسته د پاکستان پولیسو د عمران خان او هغه ته پر نږدې ۱۷ نورو کسانو د ترهګرۍ تورونه ثبت کړل.

پر عمران خان تور دی چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کال ترمنځ موده کې یې یو شمېر هغه دولتي ډالۍ خرڅې کړي چې بهرنیو چارواکو ورکړې وې.

په دغو ډالیو کې څو لاسي ساعتونه هم شامل دي چې د یوه هغه بیه شاوخوا درې لکه ډالره ده.

خان بیا دا تورونه رد کړي او هغه یې د ځان په وړاندې د شهباز شریف په مشرۍ د اوسني حکومت توطیه بللې ده.

د عمران خان مدافع وکیلانو تر دې وړاندې ویلي، نوموړی چمتو دی چې په دولتي ډالیو کې د ادعا شوي اختلاس د سپیناوي په پار محکمې ته حاضر شي، خو دوی غوښتنه کړې چې د خان د نیولو حکم باید وځنډیږي.

د پاکستان یوې محکمې بیا د خان د مدافع وکیلانو دا غوښتنه رد کړې ده.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې له صدر اعظمۍ لرې شو، خو د مظاهرو او ویناو له لارې یې په پاکستان کې د ژر تر ژره ټاکنو غوښتنه وکړه.

ویل کېږي چې خان په پاکستان کې د ژر تر ژره انتخاباتو په غوښتنې سره غواړي چې پر اوسني صدر اعظم شهباز شریف فشار زیات کړي.

عمران خان تېره نومبر میاشت کې د یوې غونډې پر مهال تر برید لاندې راغی او په پښه ټپی شو.

هغه د دې برید مسوولیت د پاکستان پر اوسني حکومت اچولی دی، خو حکومت بیا دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG