د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

عمران خان محکمې ته روان شوی


عمران د خپلو پلویانو په بدرګه اسلام اباد ته رسېدلی.
عمران د خپلو پلویانو په بدرګه اسلام اباد ته رسېدلی.

د پاکستان مخکېنی صدراعظم عمران خان نن په اسلام اباد کې محکمې ته روان شو.

دی له سې شنبې راهیسې په لاهور کې په خپل کور کې و او پولیسو ویل چې ده د محکمې حکم ته توجه نه ده کړې.

پر عمران خان د صدارت پرمهال د اختلاس په شمول یو لړ تورونه لګېدلې دي.

عمران خان د ۲۰۱۸م کال په اګست کې د پاکستان صدراعظم شو چې پارلمان ترې د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې واک ترې وګرځاوه او د شهباز شریف په مشرۍ د اپوزسیون ایتلاف ته واک وسپارل شو.

محکمې ته تر رسېدو مخکې نن د عمران خان تحریک انصاف ګوند په ټویټر کې د خپل مشر ویډیو خپره کړه چې په کې عمران خان وایي چې دی به زنداني کړي او د دې لپاره به یې زندان ته ولېږي چې په انتخاباتو کې له ګډونه محروم شي.

عمران خان لا په اسلام اباد کې محکمې ته له لاهوره نه و رسېدلی چې په لاهور کې پولیس د زمان پارک په سیمه کې د ده کور ته په زوره ورننوتل او د ده له پلویانو سره یې اخ وډب شو.

د پاکستان د مخکېني صدراعظم محاکمه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:30 0:00

د راپورونو له مخې پولیسو د عمران خان له کور سره د خان په لسګونو پلویان نیولي دي.

د پولیسو د عملیاتو مشر سهیل سخرا ویلي چې د عمران خان د کور دروازه یې ماته کړه او دننه یې ماسکونه او داسې بوتلونه چې له پټرولو ډک دي موندلې دي.

د سهیل سخرا په باور د عمران خان په کور کې داسې ځایونه هم دوی لیدلي چې له هغو څخه په تېرو ورځو کې پر پولیسو بریدونه شوي او په لسګونو پولیس ټپيان شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اونۍ په ټویټر کې ولیکل چې پاکستان دا وخت له سیاسي، اقتصادي او امنیتي سختو ننګونو سره مخامخ دی.

خلیلزاد دا خبره هم کړې ده چې د سیاستوالو وژل، په دار ځړول او په زندانونو کې اچول ناسمه لار ده.

خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي چې دا د سالم فکر او عملي حکمت وخت دی او د ده په وینا د عمران خان له نیولو سره به په پاکستان کې سیاسي حالات لا ترینګلي شي.

XS
SM
MD
LG