د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د عمران خان د نيولو کشاله؛ د پوليسو او خان د پلويانو ترمنځ شخړه شوې


د پاکستاني پوليسو او د عمران خان د پلويان شخړه
د پاکستاني پوليسو او د عمران خان د پلويان شخړه

راپورونه وايي، د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ په اخ و ډوب کې د عمران خان ۳۵ پلویان او په لسګونو پولیس ټپیان شوي دي.

د تحریک انصاف ګوند پلویانو په ټویټر کې ویډیوګانې خپرې کړي، چې په‌کې پولیس د دې ګوند د غړو د نیولو او ډبولو په حال کې ښکاري.

د مارچ میاشتې پر اتمه هم د لاهور په زمان پارک کې د پولیسو او تحريک انصاف پلويانو ترمنځ همداسې شخړې شوې وې.

عمران خان ته امر شوی چې، د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د قاضي په وړاندې حاضر شي او د هغو تورونو په باب ځواب ووايي، چې په غیرقانوني ډول د دولتي تحفو د خرڅلاو په اړه دي.

ویل شوي، عمران خان د خپلې واکمنۍ پر مهال قیمتي تحفې ترلاسه کړي او بیا یې په غیرقانوني ډول خرڅې کړي، دغه راز یې خپله شتمني هم پټه ساتلې ده.

عمران خان چې د اپرېل میاشتې په وروستیو کې د پارلمان له‌خوا د عدم اعتماد رایې تر اخیستو وروسته له واکه لیرې کړای شو ادعا کوي، پر ده د ټرورېزم په ګډون لګول شوي تورونه د ده د ځایناستي شهباز شریف د حکومت له‌خوا یوه توطيه ده.

عمران خان
عمران خان

د اسلام‌اباد د پولیسو مرستیال مشر شهزاد بخاري ویلي، موږ به عمران خان د محکمې له حکم سره سم ونیسو.

شاه محمود قریشي چې د عمران خان په حکومت کې یې د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړې او د تحریک انصاف ګوند یو مخکښ غړی دی ویلي، حکومت د عمران خان کور ته د پولیسو په لېږلو سره قانون او نظم ګډوډ کړی دی.

د دوی دا فکر دی که عمران خان زندان ته لاړ شي دا ملت به ویده شي.

عمران خان په خپل کور کې دننه د ټویټر په یوه ویډیو کې له خپلو پلویانو وغوښتل که دی وهم نیول شي، دوی دې خپله مبارزه روانه ساتي.

نوموړي ويلي: "پولیس زما د نیولو لپاره راغلي. د دوی دا فکر دی که عمران خان زندان ته لاړ شي دا ملت به ویده شي. تاسې به دوی غلط ثابتوئ. تاسو به دا ثابتوئ یو ژوندی ملت یاست. تاسو به دا ثابتوئ چې دا ملت به له عمران خان پرته هم هڅه کوي او د غلو یا د دې واحد سړي پرېکړې نه مني."

د عمران خان پلويان
د عمران خان پلويان

د پاکستان ډان ورځپاڼې ليکلي چې پرون سه‌شنبه، محکمې پرېکړه وکړه چې عمران خان دې د مارچ تر ۱۶مې پورې نه نيول کېږي.

د عمران خان وکيل ويلي وو چې د امنيتي خطر له وجې یې موکل محکمو ته نه‌شي حاضرېدلی.

د سه‌شنبې په ورځ حکومت د اختلاس د مخنیوي لپاره دولتي چارواکي د قدرت پر مهال د ارزښتمنو دولتي ډالیو له ساتلو منع کړل.

د دې بندیز له‌مخې د صدراعظم په ګډون هېڅ دولتي چارواکی نه‌شي کولی یوه ډالۍ چې ارزښت یې تر ۳۰۰ ډالرو زیات وي، وساتي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG