د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

عمران خان: د پاکستان د ویجاړۍ د مخنیوي لپاره مې لاریون لغوه کړ


د عمران خان د پلویانو یو انځور
د عمران خان د پلویانو یو انځور

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د اسلام اباد پر لور خپل احتجاجي لاریون لغوه کړ او ویې ویل، دا پرېکړه یې د هېواد د ویجاړۍ د مخینوي لپاره وکړه.

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان وایي، د پلازمېنې اسلام اباد پر لور خپل احتجاجي لاریون ځکه لغوه کوي چې وېره لري هغه به په دې هېواد کې د ویجاړۍ لامل شي.

عمران خان دغه څرګندونې پرون شنبې اسلام اباد ته نږدې په راولپنډۍ کې په زرګونو پلویانو ته په وینا کې وکړې.

دا د روانې میاشتې په پیل کې په یوه وسله وال برید کې له ټپي کېدو وروسته لومړی ځل دی چې عمران خان په عام محضر کې راڅرګندېږي.

عمران خان وویل: "ما پرېکړه وکړه چې اسلام اباد ته به نه ځو ځکه زه پوهېږم چې دا به ګډوډي رامنځته کړي او بایلونکی به یې دا هېواد وي."

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د عمران خان لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

د پولیسو یوه چارواکي د پاکستان جیو تلوېزیون ته ویلي چې د دغه لاریون د امنیت د ټینګښت لپاره شاوخوا لس زره پرسونل ګومارل شوی او د عمران خان د امنیت لپاره په بېلابېلو ځایونو کې نښه ویشتونکي ځای پرځای شوي دي.

پر عمران خان د روانې میلادي میاشتې په درېیمه د پنجاب په وزیرآباد سیمه کې هغه مهال ډزې وشوې اوپه پښه ټپي شو چې اعتراضیه کاروان یې د اسلام اباد پر لوري روان و.

د عمران خان همکارانو دا د هغه د سیالانو له خوا د نوموړي د وژنې لپاره یوه دسیسه بللې، خو په خپله عمران خان د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، د کورنیو چاروپر وزیر رانا ثنا الله او د ای ایس ای یو جنرال تورن کړي دي چې د ده د وژلو طرحه یې جوړه کړې وه.

خو حکومت او پوځ دواړو د نوموړي دغه ادعا رد کړې او ویلي چې په دې پېښه کې هېڅ لاس نه لري.

پر عمران خان د روانې میلادي میاشتې په درېیمه د پنجاب په وزیرآباد سیمه کې هغه مهال ډزې وشوې اوپه پښه ټپي شو چې اعتراضیه کاروان یې د اسلام اباد پر لوري روان و.
پر عمران خان د روانې میلادي میاشتې په درېیمه د پنجاب په وزیرآباد سیمه کې هغه مهال ډزې وشوې اوپه پښه ټپي شو چې اعتراضیه کاروان یې د اسلام اباد پر لوري روان و.

شریف دغه راز د دغې پیښې په اړه د شفافې څېړنې غوښتنه کړې ده.

پر عمران خان د ډزو په تړاو یو کس نیول شوی او ویل شوي چې هغه په یوازې سر دغه حمله کړې وه.

عمران خان چې خپلو پلویانو ته د وینا په مهال د مرمۍ ضد ښیښې تر شا ناست و، وویل چې ده ته مختلفو امنیتي سرچینو ویلي چې ژوند ته یې تراوسه ګواښ متوجه دی.

عمران خان همدارنګه وویل، د هېواد له ټولو، مرکزي او ایالتي پارلمانونو یا اسامبلیو څخه یې د ګوند وتلو پرېکړه کړې او نېټه به یې د خپل ګوند له مشرانو سره له سلا و مشوره وروسته اعلان کړي.

هغه وویل: "موږ به د دې نظام برخه نه شو، موږ له ټولو اسمبلۍ څخه د وتلو پرېکړه کړې ده."

عمران خان چې وایي، د بهرنیو په لمسون له واکه لیرې شوی، له وخته مخکې انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي خو حکومت وایي، انتخابات به له ټاکلي مهال وېش سره سم د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې وشي.

XS
SM
MD
LG