د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د عمران خان په مشرۍ ستر لاریون د اسلام اباد په لور خوځېدلی


پرون د دې لاریون تر سفر مخکې عمران خان خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال د 'ای ایس ای' د دوو چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.
پرون د دې لاریون تر سفر مخکې عمران خان خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال د 'ای ایس ای' د دوو چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ ستر لاریون له لاهور څخه د پلازمېنې اسلام اباد په لور وخوځېد.

پرون د دې لاریون تر سفر مخکې عمران خان خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال د 'ای ایس ای' د دوو چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ولس دې په دې پوه شي چې د عمران خان نیت شخړو ته لمن ووهل او ګډوډۍ رامنځته کول دي.

د پاکستان پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له پوځ څخه وغوښتل چې په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځي استخباراتو دوه مشران له خپلو دندو ګوښه کړي.

عمران خان د اعتراضونو په دویمه ورځ په لاهور کې پرون وویل چې د 'ای ایس ای' د دغو چارواکو د ګمارنې په تړاو دې تحقیق وشي.

د تحریک انصاف د ګوند تظاهرات د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د جمعې په ورځ پیل شول او دا ګوند اټکل کوي چې د اونۍ تر پایه به د نومبر په څلورمه په پلازمېنه اسلام اباد کې راغونډېږي.

اسوشیتدپریس اژانس څرګندوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله پرون ادعا وکړه چې عمران خان په زرګونو کسان د اسلام اباد په لور په مخه کړې دي او غواړي چې ګډوډي رامنځته کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله

رانا ثنا الله وایي چې اسلام اباد ته به د دې لاریون د ننوتو مخه ونیسي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګ زیب بیا عمران خان تورن کړ چې له نورې نړۍ سره د پاکستان دیپلوماتیک روابط خرابوي.

عمران خان چې سږکال د اپرېل په میاشت کې د پارلمان د نه باور رایي له لارې له صدارته لرې شو، ادعا کوي چې له واکه د ده لرې کېدل یوه توطیه وه چې د ده ځای ناستی شهباز شریف او د امریکا متحد ایالتونو جوړه کړې وه. دا تور هم شهباز شریف هم واشنګتن رد کړی دی.

عمران خان د لاریون په پيل کې یوځل بیا دا تور پورې کړ.

هغه وویل: "زه شفاف انتخابات غواړم، چې ولس په کې خپله پرېکړه وکړي چې څوک د دې هېواد د مشري لپاره ټاکي، دا پرېکړه به نه واشنګتن، نه امریکا، نه بل څوک کوي، پرېږدئ چې ملت په خپله خپله پرېکړه وکړي."

عمران خان ژمنه کړې ده چې دا لاریون به سوله ییز وي او هدف یې دا دی چې شهباز شریف وار له مخه پارلماني ټاکنو ته غاړه کېږدي، خو شریف دا خبره بیا بیا رد کړې ده او وایي چې له پلان سره سم به انتخابات ترسره شي.

XS
SM
MD
LG