د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د پاکستان د لوی درستیز د کاري دورې پای او د نوي کس پر ټاکلو ناندرۍ


د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه
د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه

په داسې حال کې چې د پاکستان د لوی درستیز د کار د دورې وخت پوره شوی، د نوي لوی درستیز د ټاکلو پر سر د سیاستوالو ترمنځ ناندرۍ په زیاتېدو دي.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د هېواد ولسمشر عارف علوي ته خبرداری ورکړی چې د لوی درستیز په ټاکنه کې د ستونزې د پېښولو ناوړه عوقب به د ده په غاړه وي.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو

د پاکستان له قوانینو سره سم، ولسمشر که څه هم اجرايي صلاحیت نه لري او تر ډېره یې دنده تشریفاتي ده، خو د لوی درستیز په شان چارواکي که سره له دې چې د صدراعظم له لوري نومول کېږي د ولسمشر توشیح ته اړتیا لري.

په پېښور کې مېشت خبریال او د سیاسي چارو شنونکی شمیم شاهد وايي، ولسمشر عارف علوي د عمران خان ډیر پلوی دی او عمران غواړي چې لوی درستیز د ولسمشر په خوښه وتاکل شي.

شاهد وویل: "له همدې کبله زرداري او نور سیاستوال نه غواړي چې ولسمشر د لوی درستیز په ګومارلو کې مداخله وکړي او د قانون له نظره هم هر څوک چې وزیراعظم یې وړاندیز کړي، باید د صدر له لوري ومنل شي."

د پاکستان ولسمشر د عمران خان په تحریک انصاف ګوند پورې تړاو لري، خو صدراعظم شهباز شریف، چې د پیپلز او څو نورو ګوندونو د ایتلاف په نتیجه کې واک ته رسېدلی، د مسلم لیګ نواز ګوند غړی دی.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند، چې اوس په اپوزیسیون کې دی، د بلاول بوټو ګواښ غندلی دی.

عمران خان
عمران خان

له بلې خوا پیپلز ګوند پر خپله رسمي ټویټرپاڼه له صدراعظمۍ څخه د عمران خان د سلب اعتماد کېدو مهال ته په اشارې کښلي چې ولسمشر عارف علوي د عدم اعتماد رایې د ورکول کېدو په وخت په غیر قانوني ډول هڅه وکړه چې ملي جرګه منحل کړي نو هیله ده چې دا وار بیا ولسمشر علوي د کوم خنډ د پېښولو هڅه ونه کړي.

بلاول بوټو د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، هیله لري چې دا ځل به ټولې چارې د قانون پر اساس ترسره شي او دا ولسمشر علوي ته وروستی فرصت دی او که یې بیا هم ستونزې پېښې کړې د هغو ناوړه عوافب به وویني.

XS
SM
MD
LG