خبرونه
د پاکستان او عربستان چارواکي د افغانستان پر وضعیت غږیدلي
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د سعودي عربستان د کورنیو چارو له وزیر عبدالعزیز بن سعود بن ناییف سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په خپله ټویټر پاڼه کې یوازې دومره لیکلي چې د سعودي د کورنیو چارو وزیر، د افغانستان پر روان وضعیت کې د اسلام اباد د رول، د پولو د مدیریت لپاره د ځانګړو هڅو او د سیمې په ثبات کې د دې هېواد د رول په خاطر ستاینه وکړه.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د چین له یوې ټلوېزیوني شبکې سره په وروستۍ مرکه کې وویل چې دی په دې باور دی چې په افغانستان کې تر ډېرو کلونو وروسته د سولې چانس برابر شوی، خو بشري بحران یې د اندېښنې وړ وباله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران حکومت وايي، ښايي په ټولو ولایتونو کې د ګازو پرچاوي پیل کړي
د ایران حکومت خبرداری ورکړی چې د جګړې له امله د ګازو د پروسس د تاسیساتو د زیانمنېدو له کبله ښايي په راتلونکي ژمي کې په دغه هېواد کې د ګازو کمښت نور هم زیات شي او ان تهران هم د ګازو له پرچاوۍ سره مخ شي.
د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني ویلي، که د ګازو مصرف لوړ وي، د پلازمېنې تهران په ګډون په ټول هېواد کې د ګاز رسولو بهیر بندېدی شي.
د نوموړې په وینا، تمه ده چې سږ کال په ایران کې د ګازو کمښت ۴۳۰ میلیون متر مکعب ته ورسېږي، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې دا کچه شاوخوا ۳۰۰ میلیون متر مکعب وه. د ایران د ګازو ملي شرکت وايي، د جګړې په لومړیو پړاوونو کې د ګازو د پروسس څلور تاسیسات زیانمن شوي دي.
دغه شرکت خبرداری ورکړی چې د ایران له ۳۱ ولایتونو څخه ۱۱ به په ژمي کې د ګازو له کمښت سره مخ شي. ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې د ګازو مصرف لس سلنه راکم کړي.
یونسکو: پر زدهکړو بندیز افغانستان د مسلکي کادرونو له یوه نسله بېبرخې کوي
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز دوام وکړي، دغه هېواد به د ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او نورو مسلکي کسانو له یوه بشپړ نسله بېبرخې شي.
د یونسکو د بېړنیو حالاتو د ښوونې او روزنې د پروګرام همغږې کوونکې هودا جابریان امریکا غږ ته ویلي چې افغانستان د زدهکړو د یوه بل نسل د له لاسه ورکولو توان نهلري او لازمه ده چې نجونې او ښځې بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ومومي.
د ملګرو ملتونو د نومبر میاشتې د راپور له مخې، اوسمهال شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي او په ۲۰۲۶ کال کې هېڅ نجلۍ پوهنتونونو ته نهده شامله شوې.
جابریان ټینګار کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل باید لومړیتوب وي، ځکه د زدهکړو بدیلې لارې د رسمي ښوونځیو ځای نهشي نیولی.
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله د اسیا جام نیمه پایلوبې ته ورسېده
د بنګلهدېش او پاکستان او د افغانستان او هند تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې د اسیايي جام د ۱۹ کلونو جام په نیمه پایلوبه کې مخامخ کېږي.
ټاکل شوې ده چې د بنګلهدېش او پاکستان لوبډلې سبا لومړۍ نیمه پایلوبه وکړي.
دوهمه نیمه پایلوبه به د افغانستان او هند ترمنځ د شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۴مه) وي.
افغانستان د «بي» ګروپ د جدول د لومړي ټیم په توګه او پاکستان د «اې» ګروپ د لومړي ټیم په توګه نیمه پایلوبې ته وتلي دي.
افغانستان په دې سیالیو کې د خپل ګروپ درې واړو لوبډلو ته په لوی توپیر ماتې ورکړې ده.
له بلې خوا په پام کې ده چې د افغانستان او زېمبابوې دوهمه ټېسټ لوبه د جمعې په ورځ په شارجه کې پیل شي.
د دوی لومړۍ ټېسټ لوبه د دوشنبې په ورځ بېنتیجې پای ته ورسېده.
له لیبیا څخه ۲۲ افغان بندیان خوشې او خپل هېواد ته ستانه شوي
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس پرون (چهارشنبه) وویل، په لیبیا کې لږ تر لږه ۲۲ افغان بندیان د قاهرې په ښار کې د طالبانو د سفارت په همکارۍ خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د راپور له مخې، هڅې روانې دي چې په لیبیا کې نور نیول شوي افغانان هم خوشې شي، خو د طالبانو چارواکو د خوشې شویو کسانو هویت او په دغه هېواد کې د پاتې افغان بندیانو شمېر نهدی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د لیبیا ختیځې ادارې د اکټوبر په ۲۸مه د افغانانو او ایرانیانو پر ورتګ بندیز ولګاوه او د هغو کسانو د ایستلو اعلانیې وکړ چې د استوګنې قانوني اسناد نهلري.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په لیبیا کې کډوال له خپلسرو نیونو، شکنجې، انساني قاچاق او نورو جدي سرغړونو سره مخ دي.
رحمت شاه د ټېسټ کرکټ د توپوهونکو د نړۍ ۱۰ غوره لوبغاړو ته ورسېد
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تجربهکار توپوهونکی رحمت شاه د کرکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) د ټېسټ سیالیو د توپوهونکو په تازه درجهبندۍ کې په لومړي ځل د نړۍ ۱۰ غوره لوبغاړو ته داخل شوی دی.
رحمت شاه د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان د دوو ټېسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ۱۷۳ منډې کړې وې.
نوموړي په دې لوبه کې خپله پنځمه ټېسټ سلیزه ووهله.
دغه لوبه د دواړو لوبډلو د لوړو منډو له امله مساوي پای ته رسېدلې وه.
د کرکټ نړیوالې شورا د نومبر د ۱۱مې د تازه درجهبندۍ له مخې، رحمت شاه ۷۳۵ نمرې لري.
د ایران پر فعالیتونو د «جي۷» ډلې اندېښنه
د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې (جي۷) د ایران د حکومت له لوري د غړو هېوادونو په خاوره کې د تاوتریخوالي د پلان شویو فعالیتونو په تړاو «سخته اندېښنه» څرګنده کړې ده.
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې د بریتانیا د هغو ارزونو ملاتړ شوی چې ایرانیې د سپټمبر په ۲۷مه د دغه هېواد د فېرفورډ پوځي هوايي اډې له پېښې سره تړلی بولي.
تهران په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
«جي۷» ډلې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره د ایران او شمالي کوریا پوځي مرستې هم غندلي او له تهرانیې غوښتي چې په سیمه کې د وسلهوالو ډلو ملاتړ ودروي او د خپل اټمي پروګرام په اړه د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره بشپړه همکاري وکړي.
دې ډلې همداراز د هرمز تنګي له لارې د نړیوالې سوداګرۍ د ګډوډولو او پر ملکي بېړیو د بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او د اوکراین لپارهیې د ۲۰۲۷ کال او تر هغه وروسته د اوږدمهالو مالي مرستو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
ټاکل شوې د روسیې د صدراعظم مرستیال نن کابل ته لاړ شي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روسیې صدراعظم اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک د یو جګپوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کوي.
د دې سفر هدف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې بلل شوې دي.
روسیه یوازنی هېواد دی چې د طالبانو حکومتیې په رسمیت پېژندلی او ورسره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.
مسکو د تېر ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې طالبان د ممنوع ډلو له لېست څخه لیرې کړل.
اوکراین او روسیې ابوظبي کې دامریکا په منځګړیتوب دوه ورځنۍ خبرې پای ته ورسولې
اوکراین او روسیې د چهارشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې دامریکا په منځګړیتوب دوه ورځنۍ خبرې پای ته ورسولې.
دغه مذاکرات چې له تیرژمي راهیسې د روسیې او اوکراین د چارواکو ترمینځ لومړۍ مخامخ خبری ګڼل کیږي د جګړې د پای ته رسولو د لارو چارو دموندلو لپاره ترسره شوې. د نتایجو په هکله تر دې دمه څه جزییات نه دي خپاره شوي.
اوکرایني مرکچیانو روسي اړخ سره له مذاکراتو وروسته امریکايي او اروپايي استازو سره غونډه وکړه.
خبر:
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله د پنجشنبې په ورځ د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې د هند له ټیم سره لوبه کوي.
د دې سیالیو چې د عمان پلازمېنه مسقط یې کوربه دی، په بله نیمه پای لوبه کې پاکستان او بنګلهدیش سره مخ کېږي.
ټاکل شوې چې د سیالیو پایلوبه د راتلونکې شنبې په ورځ ه ترسره کېږي.
د نړۍ مشران ترکیه کې په کاپ ۳۱ غونډه کې داقلیمي بدلونو په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې کوي
د نړۍ مشران ترکیه کې په کاپ ۳۱ غونډه کې نن داقلیمي بدلونو په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د اقلیمي بدلون په وړاندې د چټکو اقداماتو پراړتیا تینګار کړی.
د ترکیې په انتالیا کې دغه غونډه د نومبر تر شلمې دوام کوي.
انقرې افغانستان کې د طالبانو حکومت ته بلنه ورکړې وه چې د څارونکي په توګه غونډه کې برخه واخلي خو د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې ددوی لخوا هیڅوک غونډې ته نه دي ورغلي. افغانستان د نړۍ د هغو هیوادونو په کتار کې دی چې د اقلیمي بدلونونو څخه سخت زیانمن شوي دي.
د خوړو او کرنې سازمان FAO: افغانستان کې سلګونه زره بزګرې کورنۍ د خوړو او عاید د تامین لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO وايي په افغانستان کې څه دپاسه ۱ میلیون او ۷۲۵ زره بزګرې کورنۍ د خوړو او عاید د تامین لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ ( د لړم په ۲۰مه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې افغانستان کې بزګران په ځانګړې توګه د کیمیاوي سرې د بیو له لوړ والي زیانمن شوي دي.
دغې ادارې مخکې ویلي وو چې افغانستان کې یې د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د کرنې د پیاوړتیا لپاره د ۶ ملیونو ډالرو په ارزښت اروپايي اتحادیې سره یوه ګډه پروژه پیل کړې.