د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د پاکستان د ملي پارلمان مشر وايي ښايي د "ISI" مشر کابل ته لاړ شي


د پاکستان د ملي پارلمان مشر ایاز صادق افغانستان ته خپل سفر ګټور بللی او هیله‌یې ښودلې چې د دې سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو تر منځ سړې اړیکې وغوړېږي او د اړیکو تړلې دروازې به بېرته پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د ملي پارلمان یوه پلاوي د دغه پارلمان د مشر ایاز صادق په مشرۍ د شنبې په ورځ د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د اړیکو د غوړېدا لپاره د کابل دوه ورځنی سفر وکړ.

ښاغلي صادق د دوشنبې په ورځ له کابله تر راستنېدو وروسته د اسلام‌اباد په هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال کابل ته خپل سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د رغېدا لپاره ګټور وباله او ویې‌ویل چې د سفر هدف‌یې د اړیکو ښه کول او د اندېښنو لیرې کول وو.

صادق زیاته کړه چې له افغان چارواکو سره په لیدنو کې دواړو غاړو خپلې اندېښنې او تحفظات وړاندې کړي، خو په خبره‌یې چې افغان چارواکو ته‌یې په افغانستان کې د ترهګرو فهرست نه‌دی ورکړی خو زیاته‌یې کړه چې ښايي د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر په نېږدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له افغان چارواکو سره‌یې د ترهګرو د فهرستونو د راکړې ورکړې په اړه خبرې وکړې، وویل:

"موږ د ترخو او د لېستونو د راکړې یا ورکړې لپاره نه‌وو تللي. کوم لېستونه چې موږ ورکوو یا هغوی یې راکوي، نو دا کار به اړوندې ادارې کوي او د دواړو غاړو اندېښنې په لیرې کوي. زه دا په صراحت ویلی شم چې زموږ پلاوي د افغانستان او پاکستان د ښه‌والي خبرې کړي، ځکه که په افغانستان کې حالات خراب وي نو په پاکستان کې په هم حالات خراب وي. موږ هم له هغوی هماغسې پوښتنې وکړې، لکه څنګه چې یې موږ نه کولې، خو د لېستونو تبادله نه‌ده شوې، ځکه دا د اړوندو ادارو کار دی او ښايي سبا یا بل سبا زموږ د استخباراتي ادارې مشر هلته سفر وکړي او دا خبرې په د هغه په کچه کېږي. موږ صرف د اړیکو د رغولو لپاره تللي وو."

د ښاغلي صادق په وینا، پاکستاني پلاوي چې د دې هېواد په پارلمان کې د ټولو ګوندونو غړي په‌کې وو، کابل ته په سفر کې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره په ښه ماحول کې خبرې کړي او په خبره‌یې چې ښایي په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د پاکستان سفر وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ غوڅې شوې اړیکې په ورغوي.

ده دا هم وویل چې دواړو خواو خپلې اندېښې او تحفظات وښودل، خو له دې سره سره دواړه هېوادونه د ښو اړیکو خواهش هم لري.

د خپل سفر په اړه رسنیو سره په خبرو کې صادق د پاکستان امن په افغانستان کې امن پورې وتاړه او ويې‌ویل چې په افغانستان کې ورسره د وروڼو غوندې هرکلی او چلند وشو.

د پاکستان د ملي پارلمان دغه پلاوي په داسې وخت کې د افغانستان سفر کړی چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې پر یو بل د تورونو لګولو له امله د پخوا په پرتله سړې شوې دي.

که څه هم تر ډېرې مودې وروسته افغانستان ته دا د پاکستان د جګپوړي پلاوي لومړی سفر و، خو د سیاسي چارو کارپوهان‌یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره مهم بولي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د ملي پارلمان دغه پلاوي ته د افغانستان د سفر بلنه د دې هېواد ولسمشر محمد اشرف غني ورکړې وه.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG