د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د پاکستان راتلونکی صدراعظم عمران خان کابل ته سفر کوي


د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د پارلماني ټاکنو اکثریت ګټونکي عمران خان ویلي چې د حکومت له جوړولو وروسته کابل ته سفر کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره په ټیلیفون خبرې کړي او د همکاریو د ښه‌والي ټينګار یې کړی دی.

دا خبره د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په شپه ازادي راډيو ته وکړه.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"جمهور رئیس له ښاغلي عمران خان سره په ټیلیفون خبرې وکړې. د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې یې د بریا مبارکي ورکړه. جمهور رئیس وویل چې زموږ تمرکز باید په تېر نه‌وي، بلکې باید راتلونکي ته وګورو چې وکولای شو د یوه لیدلوري پر اساس په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د همکاریو ښه بنسټ کېږدو. ښاغلي عمران خان لېوالتیا وښوده چې کابل ته تشریف راوړي او ولسمشر هم بلنه ورکړه چې کابل ته تشریف راوړي."

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د مرتضوي په خبره د یکشنبې په ورځ په دې ټيلیفوني خبرو کې عمران خان هم ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په ټولو برخو کې د لوړې کچې همکاري رامنځته کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم په خپله فېس‌بوک پاڼه د ولسمشر اشرف غني او عمران خان د خبرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې عمران خان به د حکومت له جوړولو وروسته کابل ته لاړ شي.

عمران خان په ټاکنو کې د اکثریت تر ګټلو وروسته په خپل بیان کې افغانان د نړۍ په مخ تر ټولو ځورېدلی ولس وباله.

ده وویل:

"د نړۍ په مخ چې په کوم هېواد کې خلک تر ټولو ډېر تکلیفونه لیدلي هغه افغانان دي. افغانان امن ته ضرورت لري. په هره طریقه وي چې موږ هلته د امن راوړلو لپاره هڅه کوو. زه خو دا هم غواړم چې له دغه هېواد سره داسې اړیکې ولرو چې پولې مو سره خلاصې وي لکه څنګه چې په اروپايي ټولنه کې دي."

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دغه هېواد د جولای د ۲۵مې پارلماني ټاکنې اکثریت ګټلی او اوس د حکومت د جوړولو په خاطر ازاد کاندیدان او واړه ګوندونه خپلوي.

عمران خان ویلي چې د اګست له ۱۴مې مخکې چې د پاکستان د ازادۍ ورځ به وي خپل حکومت جوړوي.

سره له دې چې پیپلز پارټي، مسلم لیګ نواز ګوند، عوامي نشنل او جمعیت علمای اسلام په څېر مهمو ګوندونو د ټاکنو له نتیجو سره مخالفت ښودلی، عمران خان به څنګه له افغانستان سره اړیکې ښې کوي؟

دا پوښتنه په پاکستان کې د سیمه‌ییزو چارو کارپوه ډاکتر سرفراز داسې ځوابوي:

"ښکاري چې په پاکستان باندې ډېر لوی فشار دی، زموږ په عسکرو هم لوی فشار دی، په معیشت باندې هم فشار دی. پاکستان [د ترورېزم د تمویل] په خړ لېست کې دی. د مُلک مالي حالات خراب دي، بندیزونه هم کېدای شي. نو دغو حالاتو ته په کتو نه‌یوازې عمران خان، بلکې زموږ عسکر او نور مقتدر چارواکي په خپلو ځینو تګلارو باندې بیا کتنه وکړي."

عمران خان ویلي چې د اګست له ۱۴مې مخکې چې د پاکستان د ازادۍ ورځ به وي خپل حکومت جوړوي

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د نوي باب د پرانیستلو ژمنې داسې وخت دواړه لوري یو بل ته ورکوي چې په پاکستان د امریکا له‌خوا فشارونه زیات دي چې د افغانستان د سولې او ثبات په ټینګښت کې رښتیني همکاري وکړي.

وروستی وار تېره اوونۍ د امریکا د مرکزي قوماندې قوماندان جنرال جوزف ووټل کابل ته په سفر کې په پاکستان غږ وکړ چې د خپلو کړیو ژمنو عملي کولو ته ودانګي.

XS
SM
MD
LG