د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د پاکستان تازه پیښې


د پاکستان تازه پیښې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

د پاکستان تازه پیښې د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان یوه ورځ وروسته له هغې چې د پاکستان د احتساب د ملې ادارې له خوا ونیول شو، نن په یوه ځانګړې محکمه کې راڅرګند شو. نوموړي پر ځان د فساد لګول شوي ټول تورونه رد کړل او هغه یې سیاسي انګېزه وبلله. د عمران خان د محاکمې جریان د تازه تاوتریخوالو پر سر اندېښنو ته په پام په محکمه کې نه بلکې د پولیسو په یوه مرکز چې سخت امنیتي تدابیر یې نیول شوي و، ترسره شو. چارواکو وویل چې د عمران خان شاوخوا زر پلویان په پنجاب ایالت کې وروسته له هغه نیول شوي چې تېره ورځ یې د هغه له نیول کېدو وروسته اعتراضونه وکړل او په لسګونو موټرو او ودانیو ته یې اور ورته کړ. له کراچۍ، لاهور او کوټې هم د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG