د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د اسلام آباد استېناف محکمې په ضمانت د عمران خان د خوشې کېدو حکم ورکړ


عمران خان چې د فساد په لسګونه قضیو کې تورن دی د سه شنبې په ورځ په یوه قضیه کې د لاس لرلو په تور ونیول شو چې دې کار په ټول پاکستان کې د خلکو غبرګونونه وپارول.
عمران خان چې د فساد په لسګونه قضیو کې تورن دی د سه شنبې په ورځ په یوه قضیه کې د لاس لرلو په تور ونیول شو چې دې کار په ټول پاکستان کې د خلکو غبرګونونه وپارول.

د پاکستان یوې محکمې حکم کړی چې د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان دې د دوو اونیو لپاره په ضمانت خوشې شي.

عمران خان په پلوي له تاوتریخجنو مظاهرو وروسته د اسلام آباد استېناف محکمې نن د ضمانت په بدل کې د نوموړي د خوشې کېدو حکم ورکړ.

خان نن تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې، په داسې حال کې چې تورې عینکې یې په سترګو او آبي رنګه کمیس پرتوګ یې په ځان کې وو، او دوه ګوتې یې د بریا په نښه پورته کړې و، محکمې ته حاضر شو، خو د رسنیو د راپورونو له مخې پلویان یې د پلازمېنې په لارو واټونو کې له پولیسو سره لاس ګرېوان وو.

د عمران خان مدافع وکیل فیصل چودري خبریالانو ته وویل، مخکینی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر د دوو اونیو لپاره د ضمانت په بدل کې خوشې شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د قاضیانو جرګه‌ګۍ وروسته له دې چې په نورو قضیو کې هم د عمران خان د ضمانت غوښتنې واورېدلې، سپارښتنه وکړه چې خان دې د مې تر اولسمې پورې په هېڅ قضیه کې نه نیول کېږي.

د عمران خان پلویانو پر پوځي مرکزونو حملې وکړې او ودانیو او نور ځایونو ته یې اور واچاوه او په نتیجه کې چارواکي اړ شول د نظم د اعادې لپاره پوځ مرستې ته راوغواړي.
د عمران خان پلویانو پر پوځي مرکزونو حملې وکړې او ودانیو او نور ځایونو ته یې اور واچاوه او په نتیجه کې چارواکي اړ شول د نظم د اعادې لپاره پوځ مرستې ته راوغواړي.

عمران خان په محکمه کې برتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې ته وویل چې د ده نیولو هېڅ راز توجیه نه لرله او زیاته یې کړه چې دی تښتول شوی و.

خان وویل، داسې ښکاري چې په دې هېواد کې د ځنګله قانون چلېږي.

د پاکستان سترې محکمې پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې د عمران خان نیول بې اعتباره او غیرقانوني و.

د پاکستان د احتساب د ملي ادارې له خوا د عمران خان د نیول کېدو په غبرګون کې په تېرو څو ورځو کې په ټول پاکستان کې تاوتریخجن اعتراضونه وشول.

د عمران خان پلویانو پر پوځي مرکزونو حملې وکړې او ودانیو او نور ځایونو ته یې اور واچاوه او په نتیجه کې چارواکي اړ شول د نظم د اعادې لپاره پوځ مرستې ته راوغواړي.

په دې نښتو کې د عمران خان لږترلږه اته تنه پلویان مړه او له دوو زرو زیات کسان ونیول شول چې د تحریک انصاف ګوند څو مشران هم په کې دي.

د عمران خان مدافع وکیل چودري وویل د تېرې شپې په ترڅ کې د ګوند د نیول شویو مشرانو شمېر لسو ته ورسېد او زیاته یې کړه چې پاکستان سولې ته اړتیا لري، خو د حکومت دا اقدامات په دې برخه کې هېڅ راز مرسته نه کوي.

معلومه نه ده چې د عمران خان د خوشې کېدو له پرېکړې وروسته به د پاکستان امنیتي وضعیت څنګه وي، خو څارونکي په پاکستان کې روان اقتصادي او سیاسي وضعیت ته په پام سره وايي چې داسې نه ښکاري چې دا لانجه به داسې په آسانه پای ته ورسېږي.

د پاکستان د کورنیوچارو وزیر رانا ثناالله پرون په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل چې که محکمه عمران خان په ضمانت خوشې هم کړي دوی به یې د ضمانت د مودې له پای ته رسېدو وروسته بیا ونیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG