د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

الکوزی: ښايي د پاکستان روان وضعیت افغان سوداګري اغېزمنه کړي


په پاکستان کې د روانو اعتراضونو یو انځور
په پاکستان کې د روانو اعتراضونو یو انځور

د پاک- افغان سوداګرۍ خونه وايي، په پاکستان کې د وروستیو نارامیو او لاریونونو دوام ښايي افغان سوداګري اغېزمنه کړي.

د پاک- افغان سوداګرۍ خونه وايي، تر دې دمه پاکستان کې ترینګلتيا د افغانستان پر اقتصاد اغېز نه دی کړی، خو په خبره یې که په هغه هېواد کې لاریونونه دوام پیدا کوي د افغانستان په بازارونو تاثیر لرلی شي.

د دې خونې مشر خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل، دا مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې لارې د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې پر مخ خلاص دي، خو افغان سوداګر له احتیاطه کار اخلي او سوداګریز مالونه د ښارونو ترمنځ نه تېروي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

نوموړی وایي: "پرون له پاکستان سره ټولې لارې خلاصې وې، څلور سوه سوداګریز موټر تبادله شوي دي، زموږ صادارت هم په نورمال شکل روان دي، خو د پاکستان په ښارونو کې خپله پاکستانیان هم نه پرېښودل کېږي چې ښارونو ته داخل شي، نو د همدې لپاره زموږ سوداګر پام کوي او ځینې موټرې یې درولي دي."

دا په داسې حال ده چې د روانې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ د پاکستان حکومت د هغه هېواد مخکینی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ونیوه چې له امله یې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشوې.

له تاوتریخوالي په ډکو دې مظاهرو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله ورسېده او ګڼې ویجاړۍ یې رامنځته کړې.

د عمران خان تر نیونې وروسته په پېښور کې هم تاوتریخجن اعتراضونه شوي دي.
د عمران خان تر نیونې وروسته په پېښور کې هم تاوتریخجن اعتراضونه شوي دي.

که څه هم تازه د پاکستان سترې محکمې د تحریک انصاف د ګوند د مشر عمران خان د خوشې کېدو امر کړی، خو لا هم د د دې هېواد په ګڼو ښارونو کې حالات نه دي نورمال شوي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان وايي، که څه هم اندېښنه یې درلوده چې ښايي د پاکستان د سیاسي ترینګلتیا سره د افغانستان په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شي، خو نه یوازې دا چې بیې لوړې نه شوې بلکې په بازارونو کې د افغانستان د ځینو تازه مېوو بیې لا راټیټې شوې.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي سباوون ازادي راډيو ته وویل: "د پاکستان وروستي سیاسي حالات په افغانستان ځکه اغېز نه لري چې اوس موږ له پاکستان پرته نورې سوداګریزې لا هم لرو، نو ځکه دلته اوس په بازار هېڅ منفي اغېز نه دی شوی."

د ختیځ جلال اباد ښار اوسېدونکی حذیفه زاهد چې کوچنۍ سوداګري لري وايي، دغه ښار ته تر ډېره لومړني خوراکي توکي د شمال له لارې له ازبکستان او ترکمنستان ور وړل کېږي نو ځکه اوس د پاکستان حالات پر بازارونو اغېز نه لري.

حذيفه وايي: "مخکې به چې په پاکستان کې یوه کوچنۍ پېښه هم وشوه د افغانستان په بازارونو به یې اغېز درلود، خو اوس شکر دی، زموږ سوداګرو له نورو هېوادونو سره سوداګري پیل کړې او که په پاکستان کې انقلاب هم راځي په موږ به یې هېڅ منفي اغېز نه‌وي."

دوی وايي، د حالاتو خرابېدل ښايي د افغانستان په صارداتو اغېز ولري، ځکه د دوی په خبره پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته فکر کوي چې پاکستان نه واردات کم شوي، خو صادارات ورته زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاک-افغان سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ له ۲۰۲۰م کال وړاندې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه په کلني ډول څو ميلیارده ډالرو ته رسېده، خو اوس یې کچه ټیټه شوې ده.

د دې خونې مسوول خان جان الکوزی وايي، تېر کال له پاکستان سره د یو ميلیارد ډالرو په اندازه راکړه ورکړه شوې وه او سږ کال هم ښايي په همدې کچه راکړه ورکړه وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG