نړۍ
محکمې 'عمران خان' ته ۸ ورځې په توقيف کې د پاتې کېدو خبر ورکړی
په پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې اعلان وکړ چې عمران خان به د اداري فساد د تور په قضیه کې اته ورځې په توقیف کې پاتې شي.
مخکینی صدراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان پرون امنیتي ځواکونو ونیو چې دا پېښه د پاکستان په اکثرو سیمو کې د خونړیو مظاهرو سبب شوه او حکومت مجبوره شو چې د پاکستان په ځینو برخو کې پوځیان ځای پر ځای کړي.
عمران خان پر ده د اداري فساد لګېدلي تورونه رد کړل.
تر اوسه په خیبرپښتونخوا کې د لږ تر لږه څلور کسانو د وژلو او شاوخوا اووه وېشت نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د دې ایالت په بنو کې مظاهرهچیانو پر یوې پوځي چاوڼۍ برید کړی او د چاوڼۍ دروازې ته یې اور ورته کړی دی.
په پنجاب کې بیا امنیتي ځواکونو نږدې زر تنه مظاهرهچیان نیولي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو همغږه عملیات روان دي
د پاکستان په بلوچستان کې بلوچ بیلتون غوښتونکو د مرکز کوټې په ګډون په بیلابیلو سیمو کې نن په یوه وخت عملیات پیل کړې دي.
په کوټه کې یوه امنیتي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، فرانس پریس اژانس ته وویل چې د ماشینداروو او ځانمرګو دا همغږه عملیات په ټول بلوچستان کې ترسره کیږي، په ځانګړي ډول په کوټه، پسني، مستونګ، نوشکي او ګوادر کې.
صوبایي حکومت بیړنی حالت اعلان کړی دی.
بلوچ بیلتون غوښتونکو( بلوچ لیبریشن ارمي) ډلې د دې همغږه عملیاتو مسوولیت منلی دی.
تهران له واشنګتن سره روغې جوړې ته چمتوالی څرګند کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له امریکا سره یوه تړون ته چمتوالی څرګند کړ.
عباس عراقچي نن په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې هیواد یې له واشنګتن سره سم او منصفانه توافق ته چمتو دی. عراقچي وایي چې ایران چمتو دی چې اټومي وسلې جوړې نه کړي خو د دې په بدل کې دې پر تهران لګیدلي بندیزونه لرې شي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې ایران ته یې داسې ضرب الاجل ټاکلی دی چې هغوی پرې پوهیږي.
ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې دا هم وویل چې د امریکا ډیرې سترې جنګي بیړۍ د ایران په لور روانې دي.
د رفح پوله سر له یکشنبې پرانیستل کیږي
ټاکل شوې ده چې د غزې او مصر ترمنځ د رفح پوله سر له سبا پرانیستل شي. دا ګام د غزې لپاره د واشنګتن له لورې د سولې د وړاندې شوي پلان برخه ده.
د اسراییل پوځ وویل چې رفح پوله به د محدودو پلیو کسانو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي او هغه کسان به له دې لارې د تیریدو اجازه ولري چې د اسراییل له لورې یې تایید شوي وي. په ورته وخت کې به د دې کسانو د تګ راتګ چارې اروپایي ټولنه څاري.
رفح د غزې یوازینۍ پوله ده چې له اسراییل سره شریکه نه ده.
د غزې پوله د دوه زره څلرویشتم کال د مې له میاشتې راهیسې بنده ده.
ګوتیریش د ملګروملتونو د مالي بحران په اړه د نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړی
د ملګروملتونو سرمنشي وايي چې دا سازمان په نژدې راتلونکي کې له مالي پلوه د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې سرمنشي انتونیو ګوتېریش د ملګروملتونو غړو هېوادونو ته په یوه لیک کې دا خبرداری ورکړی دی.
که څه هم ښاغلي ګوتېریش له دې مخکې هم د م. م د نغدو پیسو د بحران په اړه خبرې کړي خو دا ځلې یې په بېساري شدت سره په دې اړه خبرداری ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې متحدوایالتونو چې د م. م اصلي مالي مرستندوی دی، د ملګروملتونو له ځینو ادارو سره مالي مرستې کمې کړي او د دې سازمان عادي بودیجې ته یې د خپلې ونډې له ورکولو ډډه کړې ده.
ګوتیریش په هغه لیک کې چې د جون په ۲۸مه یې استولی دی، ویلي چې د م. م مالي بحران په زیاتېدو دی، د پروګرامونو په تطبیق کې له ستونزو سره مخ دی او له مالي پلوه د له منځه تللو خطر ورسره مل دی. د هغه په وینا په نژدې راتلونکي کې ښايي وضعیت تردې نور خراب شي.
د ملګروملتونو اړوندې ادارې چې په افغانستان کې اړو خلکو ته د بشري مرستو اصلي تمویلوونکې دي، په وروستیو کلونو کې د خپلو بودیجو د کمېدو له کبله، بیا بیا اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستان او تاجکستان پر پوله درې وسله وال کسان وژل شوي دي
د افغانستان او تاجکستان پر پوله په یوه نښته کې درې وسله وال کسان وژل شوي دي.
د آزادې اروپا/ آزادۍ راډیو د تاجکي څانګې د راپور له مخې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۹مه) ماښام مهال د شمس الدین شاهین ولسوالۍ په بهارک سیمه کې شوې ده.
د تاجکستان چارواکو دا کسان د مخدرو موادو افغان قاچاقبران بللي دي. د چارواکو په وینا پنځو وسله والو قاچاقبرانو له آمو سیند څخه د تاجکستان خاورې ته د اوښتو پرمهال د تاجکستان د سرحدي ځواک خبرداري ته پاملرنه ونه کړه او وسله وال مقاومت یې وکړ چې په نتیجه کې یې درې کسان ووژل شول او دوه نور د افغانستان پر لور په تېښه بریالي شول.
په خبر کې راغلي دي چې وژل شوي کسان د افغانستان د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د تاجکستان سرحدي ځواکونو ویلي دي چې له دې وسله والو څخه یې درې کلاشینکوفونه او ۱۵۰ مرمۍ، یوه کشتۍ او د چرسو او تریاکو څلور بوجۍ ترلاسه کړي دي. د طالبانو حکومت تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تاجکستان سرحدي ځواکونو له دې مخکې هم په سرحد کې له قاچاقبرانو سره د نښتو خبر ورکړی و. د مرغومي (جدي) میاشتې په ۲۸مه، د تاجکستان چارواکو اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو یې په همدې سیمه کې ۴ تروریستان چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې څخه وراوښتي وو، وژلي دي.
امریکا د ایراني چارواکو او د هغوی د کورنۍ او خپلوانو د کډوالۍ امتیازات لغوه کړي
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په امریکا کې د ایراني چارواکو د کورنیو او خپلوانو د کډوالۍ امتیازات لغوه کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي څرنګه چې ایرانیان د خپلو اساسي حقونو لپاره مبارزه ته دوام ورکوي، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو "دا اونۍ یو لړ ګامونه پورته کړل ترڅو د لوړ پوړو ایراني چارواکو او د هغوی د کورنۍ غړو ته په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو امتیازات لغوه کړي"
په بیان کې راغلي: «کوم کسان چې د ایراني رژیم د وحشیانه ظلم څخه ګټه پورته کوي زموږ د کډوالۍ سیسټم ورته ښه راغلاست نه وايي»
امریکا دا اقدام لږ وروسته هغه وکړ چې اروپایي ټولنې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونه د ترهګریز سازمان په توګه اعلان کړ او له ایراني حکومت سره تړلو کسانو باندې یې یو لړ بندیزونه ولګول.
روسان د ایران له بوشهر اټومي بټۍ څخه وتلو ته چمتو شوي
روسیه وايي، دې ته چمتو ده که اړتیا وي چې د ایران د بوشهر له اټومي بټۍ څخه خپل کارکوونکي وباسي.
د ازادی راډيو د ایران څانګې، فردا راډیو خبر ورکړ چې د روسیې د دولتي اټومي انرژۍ شرکت مشر الیکسي لیخاچف د پنجشنبې په ورځ (جنوري ۲۹) وویل چې روسیه په رښتینې توګه هیله لري چې ښکېل اړخونه به د بوشهر د امنیت لپاره خپلې ژمنې پوره کړي. هغه وویل چې روسیه وضعیت له نژدې څاري او د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو سره په همکارۍ، که اړتیا وه د تخلیې اقداماتو ترسره کولو ته چمتو ده.
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر ایران غږ وکړ چې د خبرو اترو میز ته راشي او د خپلو اټومي وسلو د پریښودو لپاره موافقه وکړي؛ که نه نو، د امریکا راتلونکی برید به ډیر سخت وي.
د چنګاښ په لومړۍ نیټه د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا په برید کې د بوشهر اټومي بټۍ په نښه نه شوه. په هغه وخت کې، الیکسي لیخاچف خبرداری ورکړی و چې د بوشهر پر تاسیساتو برید کولی شي د ۱۹۸۶ کال د چرنوبل د پېښې په څیر د یوه ناورین سبب شي.
له افغانستان سره د متحدوایالتونو پر مرستو د څار د ادارې فعالیت ډېرژر پای ته رسېږي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو څارونکې ادارې سیګار اعلان کړی چې د روانې جنوري میاشتې په ۳۱مه یې فعالیت پای ته رسېږي.
سیګار د چارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۸مه- د جنوري ۲۸مه) په یوه بیان کې له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د دې ادارې ملاتړ کړی، فعالیتونه یې څارلي دي او یا یې ګټه ترې اخیستې ده.
د امریکا کانګرس نوموړې اداره په ۲۰۰۸ کال کې په دې مقصد جوړه کړه چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت پر مرستو څارنه وکړي.
سیګار په دې کلونو کې د افغانستان د پرمختګ په پروژو کې د فساد په اړه ګڼ راپورونه خپاره کړل او ویل یې چې په افغانستان کې د امریکايي مالیه ورکوونکو په میلیونونه ډالره مرستو کې فساد روان دی.
د سیګار د معلوماتو له مخې متحدوایالتونو د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هم له افغانستان سره څه باندې ۳ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.
د ولسمشر ډونالډټرمپ ادارې د تېرکال په جنوري میاشت کې د امریکا بهرنۍ مرستې بندې کړې.
د ایران د پارلمان مشر له متحدوایالتونو سره د خبرو امکان رد کړ
د ایران د پارلمان رییس له متحدوایالتونو سره مذاکرات رد کړل او ویې ویل چې امریکا یوازې غواړي چې خپله اراده پر نورو تحمیل کړي.
د امریکا ولسمشر پرون چارشنبې اعلان وکړ چې د امریکا یوه لویه کشتۍ د ایران پر لور خوځېدلې او د اړتیا په صورت کې به خپل ماموریت په ډېر سرعت او تشدد سره ترسره کړي. هغه هیله څرګنده کړه چې تهران به ژرترژره خبرو ته چمتو شي.
د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف د امریکا سي ان ان ټلویزیون ته وویل که څه هم تهران خبرو ته چمتو دی خو فکر نه کوي دا به هغه خبرې وي چې ولسمشر ټرمپ یې غواړي.
د ټرمپ دې سخت خبرداري د ایراني چارواکو پراخ غبرګونونه وپارول.
اروپايي اتحادیه په ایران بندیزونه لګوي
اروپايي اتحادیې ومنله چې دایران په یوشمیر چارواکو بندیزونه ولګوي.
د اتحادیې د غړو هیوادونو سفیرانو موافقه کړې چې د ایران پر یوشمیر چارواکو د وروستیو مظاهرو په ځپلو کې د ونډې له امله بندیزونه ولګوي.
دغه لاریونونه چې د روانې جنورې میاشتې پیل کې ټول هیواد ته وغځیدل د حکومت لخوا له په مرګونو اقداماتو وځپل شول.
داروپايی اتحادیې هیوادونو په هغو ایراني افرادو او ادارو هم جلا بندیزونه تصویب کړل چې په اوکراین کې یې د روسیې جګړه کې مرسته کړې.
دغه بندیزونه چې د شتمنیو کنګل او دویزو بندیز په کې شامل دي د چهارشنبې په ورځ دسفیرانو لخوا تصویب شول او تمه کیږي چې بهرنیو چارو وزیران به یې دپنجشنبې په ورځ رسما لاس لیک کړي.
ایران کې وروستي لاریونونه د دیسمبر په ۲۸ مه د اقتصادي ستونزو او دبهرنیو اسعارو په وړاندې دایراني ریال د رالویدو له امله په تهران کې پیل شول، وروسته یې د حکومت ضد احتجاج بڼه غوره کړه او لمن یې ټول هیواد ته وغځیدله.
ددغو لاریونو د ځپلو په ارتباط په کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني او ۱۴ نورو چارواکو بندیزونه ولګول شول.
ویل کیږي چې ددغو لاریونو په ترځ کې زرګونه ګسان وژل شوي دي.