د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۰

د پاکستان سترې محکمې عمران خان استېناف ته غوښتی

عمران خان د سې‌شنبې په ورځ د اسلام‌اباد د استېناف محکمې له مخې ونیول شو چې له کبله یې د نوموړي پلویان وپارېدل او په ټول پاکستان کې یې په اعتراضونو پیل وکړ.
عمران خان د سې‌شنبې په ورځ د اسلام‌اباد د استېناف محکمې له مخې ونیول شو چې له کبله یې د نوموړي پلویان وپارېدل او په ټول پاکستان کې یې په اعتراضونو پیل وکړ.

د پاکستان سترې محکمې پرون پنجشنبې د مخکیني صدراعظم عمران خان نیونه غیرقانوني وبلله او د هغه د فوري خوشې کېدو حکم یې ورکړ، خو دې محکمې په عین حال کې عمران خان ته ویلي چې نن جمعه د اسلام‌اباد استېناف محکمې ته حاضر شي.

عمران خان د سه‌شنبې په ورځ د اسلام‌اباد د استېناف محکمې له مخې ونیول شو چې له کبله یې د نوموړي پلویان وپارېدل او په ټول پاکستان کې یې په اعتراضونو پیل وکړ.

د سترې محکمې ریيس عمرعطا بندیال په محکمه کې عمران خان ته وویل چې دی په غیرقانوني ډول نیول شوی دی.

خو عمران خان بیا ویلي، نوموړی د اسلام‌اباد له استېناف محکمې څخه تښتول شوی او په ډنډو وهل شوی دی.

پر عمران خان د فساد تورونه لګول شوي، خو ده دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په سیاسي انګېزه نیول شوی دی.

د عمران خان په نیول کېدو سره د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې تاوتریخجن لاریونونه روان دي.
د عمران خان په نیول کېدو سره د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې تاوتریخجن لاریونونه روان دي.

د مسلم لیګ د ن ډلې یوې مشرې مریم نواز د عمران خان د خوشي کېدو پر پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې عمران خان فتنه دی او د سترې محکمې رییس یې دفاع کړې ده.

د عمران خان پر نیول کېدو هم ډېرو غبرګونونه څرګند کړي وو.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون په څو ټویټونو کې هیله څرګنده کړه چې د پاکستان مشران دا درک کړي چې اوسنۍ لاره یې نېغ په نېغه یوې کندې ته ځي.

له بلې خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پر حالاتو، چې د عمران خان له نیول کېدو وروسته سخت کړکېچن شوي، خواشیني ښکاره کړې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل په یوه ویډیويي پیغام کې پرون وویل: "اسلامي امارت په پاکستان کې د وروستیو تحولاتو په خاطر چې په لړ کې یې تاوتریخوالي شوي، خواشیني څرګندوي. د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه او د پاکستان د مسلمان ملت په خیر بولي. د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې خپلو ټولو ډیپلوماتیکو استازولیو ته لارښوونه کړې چې په دغه هېواد کې د افغانانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي."

د عمران خان د نیونې په اعتراض کې د نوموړي د پلویانو په پرونیو اعتراضونو کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او تر ۲ زره ډېر نور نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، په مظاهرو، په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونو کې سلګونه تنه ټپیان شوي هم دي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG