د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

شهباز شريف د مخکیني صدراعظم عمران خان پر خوشې کېدو غبرګون وښود


اویا کلن عمران خان پرون په ستره محکمه کې مخکې تر دې چې د لاهور په لور روان شي وویل چې دی د سه‌شنبې په ورځ نیول شوی نه، اختطاف شوی و.
اویا کلن عمران خان پرون په ستره محکمه کې مخکې تر دې چې د لاهور په لور روان شي وویل چې دی د سه‌شنبې په ورځ نیول شوی نه، اختطاف شوی و.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي چې د سترې محکمې د مشر او د اداري فساد په تور د تورن عمران خان تر منځ خوږو خبرو ته حیرانه شوی دی.

صدراعظم شهباز شریف وروسته تر دې د سترې محکمې پر رییس انتقاد وکړ چې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې عالي محکمې وویل چې عمران خان به تر راتلونکې چهارشنبې په هېڅ قضیه کې نه زنداني کېږي.

د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان د سه‌شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې امنیتي ځواکونو ونیو او د پولیسو په یوه مرکز کې یې توقیف کړ، خو د عمران خان پلویانو په پاکستان کې خونړۍ مظاهرې وکړې چې په ترڅ کې یې یو شمېر پوځي تاسیسات هم ویجاړ شول.

په پېښور کې د عمران خان د نیونې په غبرګون د روانو اعتراضونو یو انځور
په پېښور کې د عمران خان د نیونې په غبرګون د روانو اعتراضونو یو انځور

صدراعظم شهباز شریف پرون د کابینې غونډې ته چې د تلوېزیونونو له لارې خپرېده وویل، د مې نهمه د پاکستان په تاریخ کې د بنګله‌دېش تر بېلېدو وروسته تر ټولو توره ورځ وه.

شریف زیاته کړه: "د پاکستان د سترې محکمې رییس وویل چې عمران خان صاحب ستاسو له لیدو ډېر خوشاله شوم. دا په داسې یوې دوسیې کې چې په تاریخ کې یې بېلګه نه‌شته یعنې که څوک په فساد ککړ وي دا خو لا عادي ده. یو تورن محکمې ته راغلی چې پر مهمو ودانیو او مرکزونو یې د پلان له مخې بریدونه کړي او پلان جوړونکی څوک و، عمران نیازی و، ناامني چا کړې عمران نیازي."

بل لور ته عمران خان تور پورې کړ چې د مظاهرو پر مهال واکمنانو څلوېښت کسان وژلي دي.

اویا کلن عمران خان پرون په ستره محکمه کې مخکې تر دې چې د لاهور په لور روان شي وویل چې دی د سه‌شنبې په ورځ نیول شوی نه، اختطاف شوی و.

خان وويل: "دوی زما د نیولو هېڅ راز توجيه نه لرله، دوی زه اختطاف کړم. دوی ماته زما د نیولو پاڼه د لومړي ځل لپاره په زندان کې راښکاره کړه. دا د ځنګله په قانون کې ممکنه ده. پوځیانو زه اختطاف کړم."

د اسوشېټېډپریس اژانس د راپور له مخې د پاکستان حکومت د مظاهرو د ځپلو په خاطر نږدې درې زره کسان نیولي او د مظاهرو په ترڅ کې تر دوه سوه ډېر پولیس ټپيان شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG