د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

شريف: پاکستان کې د وروستيو ناکراريو ټول عاملان بايد ونيول شي


په وروستیو کې ورځو کې پاکستان کې د تاوتریخجنو اعتراضونو یوه څنډه
په وروستیو کې ورځو کې پاکستان کې د تاوتریخجنو اعتراضونو یوه څنډه

د پاکستان صدراعظم وايي، په دغه هېواد کې د وروستیو ناکراریو ټول عاملان باید په ۷۲ ساعتونو کې ونیول شي.

عمران خان که څه هم د محکمې په امر خوشې دی او تاوتریخجنې مظاهرې هم ظاهراً کرارې شوي، خو حکومت وايي ټول هغه کسان نیسي چې تېره اوونۍ یې په دغه هېواد کې ناکرارۍ رامنځته کړې.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پرون په لاهور کې یوې غونډې ته وویل، په دولتي ودانیو او تاسیساتو بریدګر باید یو یو ونیول شي او د ترهګرۍ ضد دوسیې ورباندې درج شي.

نوموړي ويلي: "زه تاسو ته ۷۲ ساعته وخت درکوم چې ټول مجرمین، پلان جوړونکي، پاروونکي او برید کوونکي ونیول شي او د قانون له مخې یې پر ضد مقدمې/دوسیې واچول شي."

شریف ټينګار وکړ چې د بریدګرو په نیولو کې غفلت په هېڅ ډول نه زغمي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د راپورونو له مخې د مخکیني صدراعظم عمران خان د نیولو پرضد د تحریک انصاف سلګونه پلویان په لاهور کې د جناح هاوس په نوم یوې پخوانۍ او تاریخي بنګلې ته وراوښتي وو.

د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح پنځه کاله په دې بنګلې کې اوسېدلی او تر هغه وروسته د پوځ په واک کې ورکړل شوې چې د لاهور د قول اردو قومندان په‌کې هستوګن وي.

صدراعظم شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل چې تاریخي جناح هاوس د یرغل پر مهال په بشپړ توګه سوځېدلی او په دې سره ټول ولس متاثره شوی.

په پاکستان کې د تېرې اوونۍ له سې شنبې ورځې وروسته چې عمران خان د رنجر ځواکونو له‌خوا ونیول شو د تحریک انصاف ګوند زرګونه پلویانو څو پرله‌پسې ورځې په بېلابېلو ښارونو کې پراخې مظاهرې وکړې، چې اکثر دا مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې.

مظاهره‌چیانو له پولیسو او پوځ سره کلکې نښتې وکړې.

د مظاهرو په لړ کې قهرجنو خلکو د راپورونو له مخې په پوځي مرکزونو ګوزارونه وکړل، د پېښور راډیو ودانۍ یې وسوځوله، بسونه او ګاډي یې مات او وسوځول.

تر دې پېښو وروسته د پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول ناقانونه وبلل او د هغه د خوشې کولو امر یې وکړ.

خان د اسلام‌اباد د عالي محکمې له‌خوا هم خوشې شو او د سختو امنیتي تدابیرو سره جمعې په ورځ لاهور ته لاړ.

عمران خان تازه د شنبې په ورځ له لاهوره په یوه ویډیويي پيغام کې په خپلو پلویانو غږ کړی چې په سوله‌ییزه توګه د ده په ملاتړ راووځي.

نوموړي ويلي: "د خپل کلي یا کوڅې اخر ته ووځئ او یوازې په یوه بنر ولیکئ چې: 'حقیقي ازادي او قانون وژغورئ، پاکستان وژغورئ' ځکه که قانون وي نو ملک به وي او ازادي به هم وي. نو یوازې له خپلې کوڅې را ووځئ د یوه ساعت لپاره. زما لپاره د خپل هېواد لپاره. له پنځه نیمو تر شپږ نیمو پورې سبا."

عمران خان ویلي خپلې جلسې به بېرته له سره پیلوي.

د عمران خان د نیول کېدو پر ضد د لاریونو او تاوتریخوالي پر مهال لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

د پنجاب پولیسو ویلي چې څه باندې یو نیم سل پولیس ژوبل دي.

د مظاهرو په لړ کې قهرجنو خلکو د راپورونو له مخې په پوځي مرکزونو ګوزارونه وکړل، د پېښور راډیو ودانۍ یې وسوځوله، بسونه او ګاډي یې مات او وسوځول.
د مظاهرو په لړ کې قهرجنو خلکو د راپورونو له مخې په پوځي مرکزونو ګوزارونه وکړل، د پېښور راډیو ودانۍ یې وسوځوله، بسونه او ګاډي یې مات او وسوځول.

پولیسو ادعا کړې چې ۷۴ موټره سوځول شوي، د پولیسو د مرکزونو او دفترونو په ګډون ۲۲ دولتي ودانيو ته زیان رسېدلی.

پولیسو د تحریک انصاف د لوړپوړو مشرانو او غړو په شمول لږ تر لږه ۲۸۰۰ کسان هم د مظاهرو پر مهال نیولي دي.

که څه هم د پاکستان لوړپوړو امنیتي چارواکو د وروستیو ناکراریو ټوله پړه پر تحریک انصاف او عمران خان اچوي خو، خان ویلي له دې چې دی د پولیسو په قید کې و او له لاریونونو خبر نه و نو ځکه د تشدد او بلوا پړه پر ده نه راځي.

پاکستان داسې وخت یوه نوي کړکېچ ته داخل شوی چې وار دمخه له ژور اقتصادي ناورین سره مخ دی، پيسې یې په بې‌سارې توګه بې ارزښته شوي او د پیسو نړیوال صندوق هم پورونه ورځنډولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG